افغانستان

طالبانو یو ځل بیا په ټاکنیزو مرکزونو باندې د بریدونو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د ولسمشریزو ټاکنو پیل ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې او حکومت د یوې ډيموکراټيکې پروسې له لارې د نوي حکومت د تشکیل په پلمه ټاکنیز مرکزونه خلاص کړي؛ طالبانو یو ځل بیا ګواښ کړی، چې په ټاکنیزو مرکزونو به بریدونه کوي او د ټاکنو په ورځ به د هیواد لویې لارې تړي.

د طالبانو د نظامي کمېسیون له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «وروسته له هغه چې امریکايي اشغالګرو اتلس کاله وړاندې زموږ هیواد اشغال کړ دا څوم ځل دی چې همدا جعلي پروسې د خلکو د تیرایستلو، افتراق اچولو، تعصبونو او اختلافاتو پارولو په منظور او د اشغالګرو د اهدافو د تحقق په هدف ترسره کیږي.افغانان شاهدان دي چې یوځلې هم نه دغه پروسه په سمه توګه ترسره شوې، نه يې کومه نتیجه درلودلې اونه يې هم زموږ د کړيدلي ولس کوم درد دوا کړی دی.»

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي «بناءً د اسلامي امارت د نظامي چارو کمیسیون په ټول افغان مؤمن او آزادۍ غوښتونکي ولس غږ کوي چې له دښمن سره د هغوی د اهدافو په تر لاسه کولو کې هيڅ راز مرسته ونه کړي، په انتخاباتو کې هرډول ګډون تحریم کړي، نور خپل خپلوان هم په دغه نمايشي پروسه کې له ګډون څخه را منع کړي.»

له دې سره، سره په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې د ټاکنو په ورځ به د هیواد ټولې لویې لارې تړل شوې وي او له خلګو هیله شوې، چې د خوندیتوب په موخه دې له سفر کولو ډډه وکړي او په خپلو کورونو کې دې پاتې شي.

یاده دې وي، چې څه موده وړاندې هم طالبانو ټاکنې د سولې د سبوتاژ هڅې نومولې وې او په ټاکنیزو مرکزونو یې د بریدونو ګواښ کړی وو.

په ورته وخت کې «یوناما» له طالبانو غوښتي، چې په ټاکنیزو مرکزونو دې له برید کولو لاس واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
14 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

طآلبه! يوه سترګه به دى ژاړي بله به دى خاندى مګر دا ټاکنى به کيږي انشاءالله،

جميل

ترين خانه !
داسی ووايه چی طالبه ! چی هرڅه وکړی زه د غاصبو کفارو غلامی او منافقت نه پريږدم ، که په ارګ کی څو فاحشی او مفعوله غلامان هم رای ورکړی زه يی منم ، که يی کيری په لغته هم ووهی زه يی منم ، زه اصيل غلام يم او تر هرڅه خپل مالک ته تير يم ، پوه شوی طالبه تر هرڅه ، زما ايمان او غيرت ډالر دی ، داسی نيم لکه تاسی چی د خدای او د هيواد لپاره هرڅه قربانوی .

عبدالله

ایا په رایه ورکولو د دا لس میلونه خلگو مرگ روا کیزی؟؟ تاسو به ورته گوری تاکنی به وسی. خدای تعالی دی هغه کامیاب کری چی خدای تعالی ته خوش وی. عباس ستانگزی دی تر هعه وخت خپل کباب او فانتا په قطر کی وهی.

غوربندي

ستا دې همدا تبصره نښه او په اخرت کې د غاړې طوق وي چې د ڼټوګانو ټاکنې به نامراده کيژي.

عبدالله

جنابه! د سپین سرو په شان شیرا مه کوه، د شرعی پر اساس راته ثابته کره چی ددی لس میلونه رایه ورکونکو قتل روا دی! بس که ستا او پاکستان تعریف وی خوشحاله یی او زه شه سری یم، او که ستا له طبعی خلاف او پاکستان ضد خبره وه که سه هم د شرعی موافق نظر وی ستا، جمیل او مجاهد بس توره تبه سی. کله چی دروس سره خبری کوی خو خپلو سره نه همداسی به د یو ذلیل شخص لخوا په یوه تویت ذلیل کیزی. افسوس ستاسو په حال کاش تاسو خپلو کی سره منلای، ملا رسول… نور لوستل »

اجمل

دا نو ښه کار ندی چی په واضحه وویل شی چی خلک وژنو. انتخابات د خلکو کار دی او هیڅ څوک باید د خلکو په کار کی مداخله ونکړی. د طالبانو دا عمل ضد انسانی او بشری کار دی. وایی زور می په خره نرسی، وهم یی په کته.

پتنګ

خوشې لګیا یاست ستر ګې مو پټې او خولې مو خلا صې کړې دي: اول انتخابات څوک کوي ؟ دوهم دا انتخباټ مشروعیت لري او که نه ؟؟ / اتنخابات خو د يوو لاسپوڅي دولت له لوري چې د امریکې په دالرو چلیږي هیڅ مشروعیت نلري څکه چې په مقابل کې یې دا 18 کاله دازادي جنګ روان دي! / انتخابات خو په ټول ملت کې کيږي نه په یو څو مرکزونو کې د خپلو دالري پلو یانو له خوا څخه / اوس طالبان ۷۰ فیصده خاوره د افغانستان په لاس کې لري نو انتخبات څه مانا لري ؟ د… نور لوستل »

غ.حضرت

سلام علیکم. یو څوک چی د حرفه ای او مزدورو قاتلینو د ملاتړ د ګناه د عواقبو څخه بېره نلری نو پر یو مسلمان باندی د منافقت د تهمت ویلو د ګناه د پایلو څخه به څه بېره ولری؟ امّا اصلی خبره: افغانستان د وروستۍ یوې پیړۍ په اوږدو کی په مستقیمه او غیر مستقیمه او بالقوه او بالفعل توګه اشغال ؤ او که ستر نړیوال قمار بازان پخپلو منځو کی کوم تفاهم ته و نه رسیږی نو اشغال به همداسی دوام ولری. طالبان باید دا حقیقت ومنی چی د وولس په حافظه کی دا ټکی ثبت دی چی وطن… نور لوستل »

عبدالله

طالب چی دملک ۹۰٪ یی تقریبا په لاس کی وه سه گلان یی وکرل؟ د منطقی په سطحه او فعلی عصر سره سم یی یوه شه دینی مدرسه یی جوره کره؟ کتابتون یی جور کر؟ پوهنتون یی جور کر؟ د تحقیقاتو مرکز یی جور کر؟ ایا دا منطق اجابوی چی د صحت وزیر ملا فلانکی؟ د د پوهنتون ریس ملا فلانکی؟ د معدن وزیر شیخ مولوی فلانکی …. یو سو ساحو کی یی جهادی مدرسی درلودلی چی هغه خخه به یی د جنگ استفاده کول او دا تنکی زوانان به یی د شمال پر باغو ورایله کرل. تاسو باور وکی… نور لوستل »

احمد

عبدالله ته
تا که منطق منلي واي خپل د هيواد حالت ته به د ليده، او منطقي قضاوت به دي کړاي واي،
خوپه خاشيني سره چه ته او ستا محدوده هم نضر خلګ
صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لا يَرْجِعُونَ شوي ياست

اجمل

ویل کیږی چی د نن ورځی انتخابات نسبت و تیرو انتخاباتو نه ډیر په امن او امنیت کی تیر شول. نور فکر کوم خلک د طالب مزدور په قصه کی ندی. دا پروژه نوره په ختمیدو ده. بهتره لار طالبانو ته اوس داده چی حکومت سره تماسونه برقرار کړی او د سولی خبری د خپلو خلکو سره وکړی.
سوله د بهر څخه نور د قبول وړ نده ځکه معلومه شوه هغه سوله چی له بهره څخه پر خلکو تحمیل کیږی حتمآ به د خارجیانو تر تاثیر لاندی او د هغوی لاس به پکی وی.

پتنګ

څوک چې طالب د پنجاب مذدور بولي هغه او هغوی د امریکې پټ ښکاره دالري مذدوران او دفاسد رژیم د شتون په افغانستان کې احساساتي او کیفي شاګردان دي ! ځینې کسان تاریخ هیروي او کیفي خبرې کوي ،لکه نجیب احمدزی چې په عقیده ماتر یالست وو خو د اولس د غولېدو لپاره به یې احادیث او ایاتونه هم مسالونه راوړل ! لنډه : د طالب تړل تر پنجابه پورې د هغو غلو خبرې دي چې : ـ کوم چې خپله کورنۍ وظیفه او خپل کار نشي کولی په حکومت داري نه پوهیږي او داولس دغولولو لپاره دا سې شعارونه… نور لوستل »

اجمل

پتنګ ته: طالبان څه په کار پوهیدل؟ مونږه خو امارت هم ولید او اوس هم ګورو. هغه یو کار چی طالبانو د خلکو د ښه ژوند لپاره کړی وی هغه کوم دی؟ زابل کی یوه ملکی شفاخانه وه او هغه یی هم ورانه کړه. ###

غوربندي

مثال مو بېځایه او غلط دی

وولس د نامکلفو ماشومانو خلاف مسوولیت لري او مقاومت هم د همدې وولس دوهم نوم دی.

عاطفي اظهارات دلایل نه شي کېداي

Back to top button
14
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x