افغانستان

د ټاکنیزې پروسې تر پایه کابل ښار ته د بار وړونکو موټرونو په ننوتلو بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د ټاکنو د ښه امنیت په خاطر یې کابل ښار ته د بار وړونکو موټرو په راتګ بندیز لګولی.

د کورنیو چارو له وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل ولایت په ورودي دروازو کې ټولو پولیسو ته دستور ورکړل شوی، چې د نن ورځ «پنجشنبې» د ماځیګر له «۵» بجو وروسته دې د ټاکنیزې پروسې تر پایه کابل ته د بار وړونکو موټرو د ننوتلو مخه ونیسي.

ددې ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت د تلې له «۵» نېټې وروسته په ښار کې د وړو بار وړونکو موټرونو په تګ راتګ هم بندیز لګولی.

کورنیو چارو وزارت وروسته له هغه د ټاکنو د امنیت لپاره جدي ګامونه اخلي، چې طالبانو نن ورځ د یوې اعلامیې له لارې په ټاکنیزو مرکزونو باندې د بریدونو ګواښ تازه کړ او له خلګو یې وغوښتل، چې ټاکنې تحریم کړي او د ټاکنو په ورځ له سفر کولو او له کور د باندې وتلو څخه ډډه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x