افغانستان

 روسیه: د افغانستان شمال د «ترورستانو» په ځاله بدلېدونکی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۸ل): روسیه وایي، نړیوال ترورستان یو ځل بیا هڅه کوي د افغانستان په شمال کې د پښې تم کېدلو ځای پیدا کړي، چې د ځپلو لپاره یې بهرنۍ مرستې ته اړتیا لیدل کېږي.

دغه څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته په خپله وینا کې وکړې، نوموړي وویل « د امنیت جمعي سازمان او د شانګهای د همکاریو سازمان له افغانستان څخه د حس کېدونکې خطر په تړاو اندېښمن دي، د افغانستان خطر کولای شي، منځنۍ اسیا په خطر کې واچوي او په دې توګه داعش ته فرصت ورکړي، په دې سیمه کې یو ځل بیا پښې ټینګې کړي».

لاروروف زیاته کړه « ددې ترورستانو د ځپلو لپاره یوازې افغانستان بسنه نه کوي او باید په دې برخه کې له افغانستان سره بهرنۍ مرستې وشي».

د لاوروف په قول، منځنۍ اسیا تر هغه وخته په اقتصادي برخه کې مخته تلای نشي، تر څو افغانستان ثبات ته رسېدلی نه وي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال د افغانستان په شمال کې د داعش شتون ته اندېښمن دی، چې د یادې ډلې په وړاندې د طالبانو چټک عملیات دوام لري او دې عملیاتو د شمال په زیاترو برخو کې د داعش ډلې ټغر ورټول کړی.

طالبانو په بیا، بیا څرګنده کړې، چې له داعش سره د جګړې په وخت کې امریکايي ځواکونه د هغوی لیکې بمباروي او ګډ ځواکونه د داعش ډلې جنګیالي په الوتکو کې امن سیمو ته انتقالوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x