افغانستان

ناټو: د طالبانو او امریکا د مذاکراتو د بیا پیل کېدو ملاتړي یو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د طالب او امریکايي استازو تر منځ د افغانستان د سولې په تړاو څو میاشتني مذاکرات د ټرمپ په امر لغوه اعلان شول، د ناټو سازمان وایي، غوره به وي د دواړو لورو تر منځ خبرې بیا ځلې پیل شي.

د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» په امریکا کې د « WBUR» په نوم  له یوې سیمه ییزې راډيو سره په مرکه کې ویلي « غوره به دا وي چې هغوی بیرته د مذاکرې مېز ته کېني او یوې هوکړې ته ورسېږي، موږ باور لرو چې تر یوې بېړنۍ معاملې یو حقیقي تړون غوره دی او ناټو په دې برخه کې د دواړو لورو تر منځ د مذاکراتو د بیا پیل ملاتړ کوي».

ینس زیاته کړه « د افغانستان په کړکېچ ټولو ښکېلو غاړو ته په کار ده، چې د کړکېچ او تشدد د ختمولو لپاره د جګړې په ځای د یوه سیاسي حل په را ایستلو کار وکړي».

نوموړي ددې تر څنګ اعتراف وکړ، چې په سم وخت کې به له امریکا سره په ګډه افغانستان پرېږي او له طالبانو یې وغوښتل، چې یوې ښې هوکړې ته د رسېدو په نیت دې له ځانه نېکه اراده وښيي.

د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات چې څو میاشتې یې په برکې ونیوې، څه موده وړاندې د امریکا د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» له لوري په ناڅاپي ډول لغوه اعلان شول.

ټرمپ په لومړیو کې په کابل کې د طالبانو د  برید په پایله کې د یوه عسکر وژل کېدل د مذاکراتو د لغوه کېدلو لامل وبلل؛ خو وروسته یې څرګنده کړه، چې اوربند ته د طالبانو د نه حاضرېدو له امله یې مذاکرات لغوه کړي وو.

د مذاکراتو له لغوه کېدلو سره جوخت طالبانو د روسیې، چین او ایران په ګډون سیمه ییزو هیوادونو ته سفرونه پیل کړل او له دې سره د امنیت په شورا کې راټولو هیوادونو په امریکا د مذاکرتو د بیا ځلې پیل غږ وکړ.

د طالبانو د قطر دفتر غړي «مولوي امیر خان متقي» له « نن ټکی اسیا» سره په تازه مرکه کې امریکايي لوری د مذاکراتو په لغوه کولو کې پړ وباله او دا پرېکړه یې د هغوی په زیان وبلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x