نظــر

افغانۍ که بهرنۍ ټاکنې؟

تړون جليلي

ټولنيزې رسنۍ  هم يوه ځانګړې دنيا ده. د هر چا چې څه په فکر کې تير شي، ويې ليکي او په يو ټويټ  خپله د زړه خبره ټولې دنيا ته ورسوي او يا د فيس بوک او نورو  ميډياګانو له لارې خپله د فکر منځپانګه شهره کړي. د ټولنيزو  رسنيو ګټه دا ده چې په ډير کم و خت  کې خلک د نړۍ په ګوټ ګوټ  کې له ډيرو پيښو خبروي .  له بله پلوه د هرچا د فکر محتوا دهمدې ټولنيزو رسنيو له لارې بربنډيدای شي او د شخصيتونو په اړوندقضاوتونه کيدای شي. خو ټولنيزې رسنۍ له نقص څخه خالي هم نه  دي. د ټولنيزو رسنيو له لارې ډيرې داسې خبرې او ليکنې خپريږي چې  دروغجن معلومات وي. د همدې ټولنيزو رسنيو له لارې د خلکو د ذهنونو د مغشوشولو دپاره ډير په پراخه اندازه کار اخستل کيږي. په نړۍ کې ډير زيات خلک دي چې د ټولنيزو رسنيو له لارې د دروغجنو پروپاګنډو ښکار کيږي.

د ټويټر په نړۍ کې نن  په افغانستان کې د جرمني سفير  ښاغلي پيټر پروګل  هم يو ټويټ وکړ چې  د ډيرو خلکو پام يې ځانته راواړوه او  غبرګونونه يې راوپارول .

ښاغلي پيټر پروګل  په خپل ټويټ کې د ښاغلي ګلبدين الدين حکمتيار وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکو وغندلې. د ښاغلي ګلبدين حکمتیار ورستۍ څرګندونې چې د بيلابيلو رسنيو له لارې خپرې شوې، څه داسې وې چې که چيرته په ټاکنو کې درغلي وشي او رڼې ټاکنې و نه شي نو دی به بيرته د سوله ايزو هڅو پرځای دجګړې لار غوره کړي.

په افغانستان کې د جرمني سفير پيټر پروګل نه يواځې دا چې د ګلبدين حکمتيار د ټاکنو په اړوند پورتنۍ څرګندونې وغندلې بلکې دا يې هم په خپل ټويټر پيغام کې په ډاګه کړې وه چې د «ګلبدين حکمتيار دا ډول څرګندونې د منلو وړ ندی. دا ډول څرګندونې د ده   نوماندي د دموکراتيکو ټاکنو دپاره مردودوې  او بايد د مسؤلو چارواکو له خوا وڅيړل شي».

دا چې ګلبدين حکمتيار څه ويلي دي يوه بيله موضوع ده . خو  په افغانستان کې د جرمني هيواد د سفير  پيټر پروګل نيوکې او غندنې په افغانستان کې د جمهوري رياست د يو نوماند په څرګندونو د  تامل او فکر وړ دي. پيټر پروګل په افغانستان کې د يو بهرني هيواد سفير دی خو د افغانستان د جمهوري رياست نوماند ته وايي چې د نوماندۍ صلاحيت به دې  مردودشي که دا او يا هغه څرګندونې وکړې.

همدارنګه پرون  د امريکا سفارت هم په افغانستان کې د «دموکراتيکو ټاکنو» په اړوندخپله انديښنه ښکاره کړې وه او په نوماندانو يې غږ کړی و، چې «ډموکراتيکې پروسې ته احترام وساتي!».

د بهرنيو هيوادونود سفيرانو ديکتې د ټاکنو د روانې پروسې داصلاح دپاره دا په ډاګه کوي چې دا ټاکنې بهرنۍ دي او د بهرنيانو د  ارادې  مطابق بايد سرته ورسيږي.  کله چې د بهرنيو هيوادنو سفيران په افغانستان کې دومره  صلاحيت او واک لري چې د جمهوري رياست نوماندان د هغوئ په څرګندونو له نوماندۍ څخه  محروميږي  او يا حد  اقل د جمهوري رياست  د نوماندانو هغه او يا دا څرګندونې غندل کيږي،  نو په دې کې نور د شک ځای نه پاتې کيږي چې دا ټاکنې بايد او هرومرو د دغه بهرنيو هيوادنو د سفيرانو په خوښه وي.

زموږ هيوادوال د تيرو پنځو کلنو د ټاکنو د رڼو سترګو شاهدان دي. د  ټاکنو پايله هغه وخت دوه سری حکومت نه و. خو د امريکايانو په خوښه او ميل بايد يو دوه سری حکومت منځ ته راوړل شوی وای ، چې راوړل شو او افغان ولس  ته يې په دې ټوله موده کې بې له کړاوونو، غمونو،وژنو، بې کوره کولو بل څه ورنه کړل.

که اوس هم زموږ  ځينې هيوادوال  د بيلابيلو  ميډياګانو له لارې په  افغانستان کې د دموکراسۍ دروغجنو پروپاګنډو متاثر کړي وي او په دې فکر کې وي چې رايه به يې يو ځای ونيسي، نو بل څه نه يواځې ځان غولونه ده .

دموکراسي د ولس خپلواکه رايه ده چې د اشغال لاندې هيوادونو کې د هغه هيواد په اشغاليدو سره له منځه ځي!

و من الله التوفيق

تړون جليلي

د سپتمبر ۲۵، کال ۲۰۱۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

پدی ټاکنو کی برخه اخيستل د ايمان زوال او د خپل هيواد سره ستر خيانت دی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x