نظــر

ټاکنې او که د پاته وینو د توییدو شوق

اسدالله رزين

ټاکنې د هغه حقیقت نوم ده کوم چې د یوه صالح نظام د را منځ ته کیدو لپاره غوره سوی دی.ترڅو یی انسان د انسان په څیر تر سیورې لاندي د اوسیدو قرصت تر لاسه او د سکون سا وکاږي. ټاکنې یو اصل ده چې د خیر ښې ګڼې او ښیرازۍ مزله ته د ور رسیدو د یوازنی لار ښود دنده تر سره کوي.ټاکنې بیله شکه د سمون د قالب کار ور کوي، خو په دی قالب کې هرڅوک که هغه رایه ور کونکی وي او که رایه اخستونکی یعنې نوماند، ځکه وړتیا نه لري چې بیا د ټاکنو موخه چې صالح نظام ده منځ ته نه سې راتلای. له همدی کبله دواړه د یو لړ مشخصاتو د په نظر کې نیولو په صورت کې د حق استعمالولو حق ترلاسه کوي. او که مشخصات له نظره ولویږي، چې لویدلې دي بیانو ټولنې د غني ، عبدالله، ترمپ او نورو په رنځ اخته کیدو د شکایت حق نه لري.ټآکنې انساني ارزښتونو ته دره ناوی او د را برسیره کیدو سمه او سیخه لار ده.ټاکنې وې چې انسان یی د خپل فطرت په کوڅّه برابر کړ، په ‌‌‌ژوند یی د خوند اخستلو خوله ور خوږه او زړه ښاد کړ. او تاکنې وې چې الهي فرمان او نبوي لار ښوونې یی د انسان لپاره د الهي نظام په توګه خوښي، د جهالت تیاري یی رڼا، انسان ته په انسانیت قائل، د انساني عظمت تاج یی ور په سر، د ذلت او غلامي له منګولو یی را خلاص کړ، او د مهالي جبارانو او تاړاکګرو مټي یی ور و پیچلئ. او د هرې زمانې د انسان لپاره درس پاته سو.هغه د دموکراسي په بنست ولاړي ټاکنې نه وې چې انسان یی د انسانیت له کوره جارګي ته بوت. مرګونه، ؤرونه، ویرونه، درد، لوږه، ټپونه، اوښکې ، سلګۍ او وینې یی پری وویشلئ.د غلامي کرغیړن او بد نام تاریخ یی د پرمختګ تر نامه لاندي له نوي سره تر پخوا څو ګونه لوړ او معتبر تکرار کړ. په دی معنی چې پخوا به لویدلي او بی کسه خلک مری یونه کیدل، خو اوس هستمن شیخان، بادشاهان، وګړي ، قومونه ، هیوادونه او حکومتونه د غلامي ځنګوړې لرونکي کړۍ په غاړو کې شرنګوي.د انسانیت تر نامه لاندي یی د انسان خوروني او انسان وژني چړې تیرې، تازینې او بندیخاني یی په معاصره بڼه تیارې او ودانې کړئ. او په ځانګړي ډول د شرقي انسان د ژوند له حقه منکرسول.تاسي د دموکراتیکو ټاکنو له شرمه ډک تاریخ در وګورئ چې په دی ټول تاریخ کې یی انسان ته څه ورکړي دي: عزت که ذلت، خوشوقتي که بد بختي، ستوماني که سوکالي، تعذیب او ډولونه یی ډیر سوي که کم سوي، د انسان لپاره پیدا شونتیاوي تر انسان جارسوي او که انسان ترهغو جارسوی او لاهم، انسان دسکې او ماشین په چوپړکې نه دی، انسان ویجاړسوی او دیوالونه اوباد سوي نه دي، انسان ته انساني اصالت ور پاته دی، دوهمه درجه موجود نه دی، وسیله نه ده ، زور او ځواک د انسان وژني لپاره نه استعمالیږي.

څه فکر کوی له اتومي سلا د ډبرو ماتولو لپاره کار اخستل کیږي. او که د انسان وژني لپاره.

وروره ! ته پریکړه وکړه چې د بمونو په مور یی غر ګډاؤ او که یی انسان سوخاؤ.

د لس ملیونه انسانانو په مرګ انسان ګواښل کیږي او که لیوان، ټولې زهرجنې او قهرجنې وسلې د داړونکو د مرګ لپاره جوړیږي او که د انسان د مرګ لپاره، د روځنیو او شپنیو عملیاتو ښکار انسان ده او که مار، ډرون د شپې او روځې په چا په سې لالهاندې الوتني کوي. ایا انساني ژوند یی نه دی معطله کړی.په بی ګناه انسان هره روخ او شپه د هیروشیما تاریخ نه تکراریږيږ ایا په سوریه کې بی ګناه مسلمان انسان ژوند ته لاره موندلای سي چې د ګوډاګي او قاتل بن قاتل بشار اسد په میچونو کې سرویل کیږي. په مصر کې د ناولې دموکراسي آواز ولي تر خولې نه را وزي؟ ایا ټول مصر زندان نه ده؟ د دموکراسي بټۍ ولي د مصري مسلمان انسان په غوښو او هډوکو ګرمیږي. چې تالۍ څټی سیسي، یهودي او غربي باداران یی ورته اتڼونه کوي.
د یمن مسلمان ولس د دار تختې ته په نوبت کې نه دی ولاړ.
کشمیري مسلمان څه ګناه کړي چې پنخوس روځې کیږي په کورو کې کلا بند، قتل او بی عزتي یی روانه او د دموکراسي ګدۍ ناستي لاس په لاس، مست او خمارقدم وهي؟فلسطین یا بیت المقدس ته به نور څه ور پیښیږي؟ ایا یوازي د فلسطینیانو لومړۍ قبله ده، او که د تول امت؟او د دموکراسي تر خبیثې قوماندې لاندې د ؤر دموکراتیکې لمبې مکې مکرمې او مدینې منورې ته نه دي رسیدلې؟ او د دجالي ځواک د ورتګ موخه هلته څه ده؟

مسلمانه وروره!

ویښ سه، را ووزه، ناوخته ده ،مخکې تردئ چې دموکراسي دي په ستوني کې پښه درکیږدۍ. او مقدساتو ته دي په سپکه و ګورئ. په ستوني کې یی پښه ور کیږده. وروره! ستا په هیواد کې هم ددموکراسي د مکر جال په غوړیدو ده . د دموکراتیکو ټاکنو تهیه بیا نیوله سوې ده. ټولو جهادي لاس ته راوړنواو سرشندنو ته دي ؤر ور اچوي. له کورو یی خلاص کړو، څاروي یی را مړه کړل، د چاپو په نامه یی هستي را نه غلا کړه، د کښت کروندې وسائل یی را بمبارد کړل، شهیدان په غوښو او هډوکو سره جلا کوو، ته ووایه ، نو بیا په کوم زړه او د څه لپاره د بیا تباه کیدو په ټاکنو کې ورګډ سو. له غلام او پادارسره زما او ستا غم نسته ، هغوی خپلو کفري عزائمو او شیطاني هوسونو ته وفادار دي. وروره! وفا ستا خانګرنه ده.

هیله ده چې یتیمو اوښکو او شهیدو وینو ته په درنه سترګه وګوري، د ایمان او باورسوری له خپله سره مه لري کوه. تا میدان ګټلی ده. چپاولګراو مزدوران یی له دغې حربې په ګټه اخستو سره تا ګټلی میدان درنه ګټل غواړي. ته د ښه او بریالي ولس برخه او د امت له ویاړه ډکه ټوټه یی. ګوره! ګوره! چې د دموکراسې په چړو ټپې او لمبو ستي لوی ولس لاس ته راوړني او د بورې مور او درنې کوندې سلګۍ له یاده و نه باسي. ګوره! چې هیلې یی ور و نه وژني. او پام ولره چې یاد رنګه ټاکنې تا زړه غواړې سولې ته رسوي. او که د جنګ عمر نورو پنخو کلو ته وږدوي. ترڅو د پاته وینو د بهیدو ارمان هم و کاږي. ګوره! ګوره! هغوی د وینو تږي دي. سوله نه غواړي. ګوره! ګوره! چې د مجاهد ولس غاړه بیا په هغه چاړه ور پری نه کړئ. وروره! تا پنخه کاله مخکې هم د تاکنو تر نامه لاندي را منخ ته سوې اداره ولیده چې ستا د ضمیر اواز نه وه. بلکې د ضمبروژني دسیسه وه، نو بیا دي څه په یاد دي چې خدای نا خواسته په ور تلو او برخه اخستو به ځان اړ او ژمن وبولئ.

وروره! د اشغال تر کارتوس لاندي هندو هم چاته د ټاکنو مشوره نه ور کوي. وروره! ما او تا په ګډه او یو خای د غم او هم څو چنده کیده، پخپل ښار کې بیګانه کیده، بی وخته غربي کیده یعنی د لباس او په بدن د مار، لړم ، سپو ، چنګشو او نورو نقاشي . له ملي او اسلامي فرهنګه لري کیده، د حیا ورکیده، له رزائلو سره بلدیده، د ایمان او باور خواریده ،خپل پردي کیده، کرکې دیریده، رشفت خوري او خویش پروري له پولو اوښته، فحشا ډیریده او لړۍ یی تر ارګ او د لوبو ترمیدانو رسیده، وحشت او دهشت اوج ته رسیده، تر کروندو د هدیرو ډیریده او لوییده ، د ویر کمبلې نورې ویړیده او نورې نورې نارواوې ولیدې او په کې و هم اوسیدو، خو نه چا اوښکې را پاکې کړې او نه یی بښنه را نه وغوښتله.

وروره! مسلمان له یوه غاره دوه ځلې نه چیچل کیږي. بلکې مسلمان هغه غار ورانوي. او خزنده که ترهرنامه لاندي وي له منځه وړي.

رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x