افغانستان

تیفا: د یوه مشخص کاندید په ګټه په ټاکنو کې د چارواکو لاسوهنې ته اندېښمن یو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان په رڼو ټاکنو باندې د څار بنسټ «تیفا» وايي، د یوه مشخص کاندید په ګټه د ولایتونو د پولیسو د مشرانو او والیانو له لوري په ټاکنو کې لاسوهنې ته اندېښمن یو.

د تیفا له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې فساد، نا امني، د رایه ورکوونکو د نومونو نه خپرول، بې نظمي او د ښځو لپاره په ځانګړو شویو مرکزونو کې د ښځينه کارکوونکو نشتون نورې هغه اندېښنې دي، چې څارونکي بنسټونه یې د ټاکنو د شفافیت په تړاو اندېښمن کړي.

له دې سره، سره په ټاکنیزو مرکزونو کې له بایومټریک دستګاوو سره نا اشنايي، د مسلکي کارکوونکو کمبود، د اکثریت ټاکنیزو مرکزونو تړلي پاتې کېدل، د ټاکنیزو مرکزونو د تړل کېدو په برخه کې دوه ګونی چلند، د نړیوالو څارونکو نشتون او له ټاکنیزې پروسې سره د نړیوالو نه همغږي نورې د یادولو وړ ستونزې دي.

په پورته یادو شویو ستونزو سربېره ټيفا  اندېښنه لري، چې د ولایتونو والیان، د پولیسو مشران او نور چارواکي د ګډ حکومت د مشر « اشرف غني» په مشرۍ د «دولت ساز» ټیم په ګټه لاسوهنه کوي.

ټیفا داسې مهال د ټاکنو په برخه کې پرتو ستونزو ته اندېښنه لري، چې ټاکنیز کمپاینونه درېدلي او د سکوت دوره پیل شوې، چې په تعقیب به یې د ټاکنو پروسه رسما پیل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د دوی انديښنی بيځايه دی ، که غلام غنی په ارګ کی دوه دری صندوخه کښيږدی او د ارګ مزدوری فاحشی خپله رای پکښی واچوی د بيشرفه غنی لپاره به بسنه وکړی او لس مليونه به يی اعلان کړی ، ټول کفار او منافقين به خوښی او چک چکی ورته کوی چی دادی په افغانستان کی ډيموکراسی پلی شوی او ډيموکراټيک انتخابات وشول .
کانديدانو او کمپاينرانو خو به ډيری پيسی پکښی وهلی وی ، تف او لعنت پر هغو چی رای ورکولو ته ورځی او د کفری نظام د منافقو غلامانو ملاتړ کوی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x