افغانستان

د پاکستان له لوري یو ځل بیا په کونړ ولایت توغندي وار شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۸ل): د پاکستان سره په کرښه باندې پروت ولایت «کونړ» یو ځل بیا د پاکستاني توغندیو هدف ګرځېدلی او له سهار را پدېخوا تر دې ۳۱۰ توغندي  ورباندې وار شوي.

د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وايي، توغندي ددې ولایت په شلتن ولسوالۍ باندې توغول شوي او تر دې دمه یې شمېره ۳۱۰ ته رسېدلې.

د چارواکو په خبره، په دې پېښه کې تر دې دمه یو مسجد ویجاړ شوی او درې د مسجد ماشومان طالبان په شهادت رسېدلي.

یاده دې وي، چې پاکستاني پوځیان وخت ناوخت له دې هیواد سره په کرښه پرتو ولایتونو باندې توغندي واروي، چې تر دې دمه ورته د افغانستان له لوري هيڅ جواب ندی ورکړل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

څه کیږی چی طالبان هم یوار د دغو توغندیو غندنه وکړی.

گل محمد نوری

طالبانو تر اوسه د یوه برید په وړاندی هم خپل دریځ معلوم نکړ در حالیکه چی دوی اوس په قطر کی سیاسی دفتر هم لری مګر د دوی چوپ پاتی کیدل ولس ته ځان د پاکستان غلام په اثبات ورساوو. ځکه دا داسی معنا ورکوی چی که پاکستان هر څه کوی پاکستان پر حقه مګر کچیری افغان دولت بیا د پاکستان پوځ په وړاندی کوم برید تر سره کړی بیا به دی پاکستان له منافعو په دفاع د خپل هیواد اردو په مقابل کی وجنګیږی چی ژوندی مثال یی په اوسنی حالت کی په شمال ولایتونو کی پاکستانی تقاعد شوی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x