افغانستان

هند: د مذاکراتو د بیا ځلې پیل په صورت کې دې اتلس کلنې لاسته راوړنې وساتل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۸ل): د هند د بهرنیو چارو وزیر وایي، که د امریکا او طالبانو تر منځ بیا ځلې خبرې پیل کېږي، د افغانستان اتلس کلنې لاسته راوړنې باید پکې خوندي وي.

جي شنکر چې په امریکا کې یې د بهرنیو اړیکو د کمېټې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « زما په اند تر ټولو غوره انتخاب به د افغانانو په ظرفیتونو باندې باور کول وي، هغوی په خپل هیواد کې ډېر ظرفیتونه لري او که چېرې متحده ایالات مذاکره وکړي او یا له افغانستان څخه ولاړ هم شي، زموږ په څېر هیوادونه به د سیمې د ثبات لپاره د امریکا د هڅو قدرداني وکړي».

نوموړي زیاته کړه «که چېرې د طالبانو او امریکا خبرې بیا ځلې پیل کېږي، نو باید لاسته راوړنې پکې وساتل شي، خلګو له هغه سیمو څخه چې د طالبانو تر واک لاندې دي، هغو سیمو ته کډه کړې، چې امریکا ورباندې کنټرول لري، نو بیا څه ډول امریکا کولای شي، د ښځو، ماشومانو او تعلیم حقوق خوندي کړې او خپلې لاسته راوړنې وساتي ؟ دا یوه ستره ستونزه ده او موږ په متحده ایالاتو باندې ددې کار  فشار حس کوو».

یاده دې وي، چې هند د هغو هیوادونو له ډلې څخه دی، چې د افغان سولې د پروسې د مخالفت تور ورباندې پورې دی، څه موده وړاندې یوې بهرنۍ رسنۍ دا هیواد تورن کړ، چې امریکايي سناتورانو ته د افغانستان د سولې پروسې د مخالفت په بدل کې پیسې ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

تاسی خپلی لاسته راوړنی وساتی چی نيمی خلګ مو پر سړک زيږی او پر سرک مری .
تاسی مشرکين هم په افغانستان کی ډيری لاسته راوړنی لری او ډير مصارف مو کړی ، ډير خيالونه او هيلی مو پری تړلی دی چی ډيری به يی د سولی د راتګ سره خاوری سی ، ستاسو بيره په افغانستان کی د يو قوی اسلامی نظام څخه ده .
جی شنکر سوجا پټان آرهاهی .

ابونظام خوستی

مخ دی تور تاسی چی کوم سا ته لاسته راوړنی وایي هغه زمونګ لپاره هیس اهمیت نه لری

عبدالمالک همت

زه څو کاله په هند کي اوسېدلی يم. او د افغانستان په اړه مي د دوی دښمنانه پاليسي له نژدې څارلې او ارزولې ده. دوی زموږ افغانانو سره ډېري تاريخي عقدې لري او زموږ په هکله شديد منفي نظريات لري. ډېر لوستي هندوان په زړونو کي له افغانانو سره کرکي او دښمنۍ پالي. خلاصه دوی زموږ خواخوږي کېدای نه سي او داچي د هند د بهرنيو چارو وزير وايي: «خلګو له هغه سیمو څخه چې د طالبانو تر واک لاندې دي، هغو سیمو ته کډه کړې، چې امریکا ورباندې کنټرول لري» د عيني واقعيتونو سره هيڅ اړخ نه لګوي.

اجمل

لاسته راوړنی باید وساتل شی دا خو یی بده خبره نده کړی. اوس هنداوان نه چی ټوله دنیا د سولی چغی وهی خو دا طالبان دی چی د جنګ لاره یی غوره کړی. په پچه وختل کشمیر یی ولید.

Abdul-Rauf Alam

تاسي خپل هغه لاسته راوړني وساتی، چې د ټولی نړی، نیم خوار او بی وزله چې د سهار و بیګا نلري ستاسو ملک کی دې.او تاسو چې، هر حیوان او خزنده ته مو ګوڼډی وهلي او سجدې ورته کوی،خود به تاسو ته دغلامانو د خباثت لاسته راوړنی ښی ښکاری.او د دوی دښمنې له مونږ سره ډیر سابقنی او په سخته بڼه يې ده.ګران هيوادوال کولی شې د دوی دښمنې، له هغه کتاب نه معلوم ګړی،چې د دوی ډیر پخوانی منل شوی با نفوذه او پوه سیاستوال، جواهر لعل نهرو په بندی خانه کې خپل لور، اندرا ګاندي ته لیکلې. د… نور لوستل »

گل محمد نوری

کچیری د امریکا د سیاسی مشرانو خبرو ته متوجی شی هغوی هر وخت خپلو ګټو ته ګوری ځکه کله چی دوی پوه شول چی ملا برادر غوښتل د کرزی سره د سولی په اړه وغږیږی نو پاکستان ته یی امر وکړ چی ملابرادر بندی کړه نو له هغه وروسته کرزی ۲۱ ځلی پاکستان ته لاړ مګر را خوشی نکړ آن تردی چی طالبانو له خلیلزاده وغوښتل چی ملابرادر په هکله ورسره مرسته وکړی چی بیا خلیزاد د خپل سیاسی نفوذ په اساس یی له پاکستان را خوشی کړ او د سولی په چارو کی یی د طالبانو سیاسی چارو مسول… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x