افغانستان

نبیل: اشرف غني له پاکستاني استخباراتو پیسې اخستې، اسناد یې په علني محکمه کې وړاندې کوم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» وویل، د رحمت الله نبیل او عبدالله عبدالله د تورونو د سپیناوي لپاره به ځانګړې محکمه جوړوي؛ نبیل یې په غبرګون کې ویلي، په محکمه کې به د اشرف غني د میلیونونو ډالرو اخستنې او له پاکستاني استخباراتو سره د اړیکو اسناد راپورته کړم.

نبیل چې کلونه یې د کابل حکومت د ملي امنیت د رییس په حیث دنده اجراء کړې او دمګړۍ راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی، په خپله فسبوک پاڼه لیکلي « اشرف غني ګواښ کړی، چې د بریالیتوب په صورت کې به ما او عبدالله محکمې ته معرفي کوي، هغه محکمې ته چې ترورستانو ته پکې برائت ورکوي او د کمپاین سره د مرستې په صورت کې غله او مفسدین ترې ازادوي، زه وړاندیز کوم، چې ټاکنې دې یوه اوونۍ وځنډېږي، تر څو زه په یوه علني محکمه کې د اشرف غني د میلیونونو ډالرو اسناد راپورته کړم».

نبیل ددې تر څنګ په اشرف غني تور پورې کړی، چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یې له پاکستاني استخباراتو پیسې اخستې، د کابل پانک پخوانی رییس یې د پیسو په بدل کې ازاد کړی، له پاکستان سره یې په ډيورنډ معامله کړې او له حقاني شبکې سره یې اړیکې جوړې کړې وې.

د نوموړي په قول، داسې اسناد او شواهد په لاس کې لري، چې ښيي د اشرف غني  دټیم مخکښ غړي له غني سره په بډو اخستلو او فساد کې شریک دي او دی تیار دی د یوې علني محکمې په حضور کې یې ملت ته وړاندې کړي.

نبیل په پای کې اشرف غني ته ور یاده کړې، چې تر ټولو ستر قاضي انساني وجدان دی او له نوموړي یې هیله کړې، څو په خپل ګرېوان کې وګوري او د ځان جاج واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

نبيل پخپله که وجدان لری نو يو څو کسه د وجدان او د ناموس خاوندان خو دی وښيی چی د غلام دولت په لوړو پوستو کی په غلامی بوخت دی .

عبدالله

عیان ته سه بیان شته، تاسو د پاکستان، روس چین لاس پوسی او ددولت اکثریت غت چارواکی بیا د امریکی او نورو کفری هیوادو غلامان دی. غلامی غلامی ده یا د پاکستان یا امریکی.

Ahmed

الله ج
مو نور هم سره. په ټکر کړه چی ېوڅه ملت ته ېو بل سره بربن‌‌‌‌‌‌ډ کړي. خائنانو
نن ده دهغه وطن پلورنکې او ملت پلورنکې خېانت در په ېاد سو ؟؟؟؟؟
خبره ده وجدان کوې ده امرېکا مزدوره لېږ ته هم په خپل ګرېوان کی وګوره
که ده ده وجدان په نامه څه پيدا کړل بېا ده څان پوشتنه هم ترې وکړه

غوربندي

نبيل د شمالي ټلوالې سپيېمه سپئ ده، کله چې د ملي امنيت رييس شو نو د تاجکي رنډيانو دلال صلاح الدين رباني ته د ټلوالې له خوا دنده وسپارل شوه تر څو د وردګو دا بوده د تاجکستان په هوټلونو کې وڅروي. هلته يې ټولې شايې بايې او مردارخورګئ پرې وکړې او ويډيوګانې يې ترې ډکې او بلک مېل يې کړ،، په بل عبارت تازي يې بوته او خډل يې بېرته راستون کړ. له هغې راهيسې د ټلوالې عام و تام سپئ دی، او دهغوی په شيطاني خط باندې د يوه کنټرول شوي ځناور په شان حرکت کوي. دا د… نور لوستل »

عظیمی

يوه هندو بل هندو ته وویل ستا مذهب څه او څه کم. نه ته وجدان لری او نه هم دغه غټ ګوډاګی. که مو د وجدان په نامه څه در لودلای د وطنمور د خرابولو او خرڅولو به لاس په سر سوی واست.او د دغه غت شیطان د مزدوری به مو لاسونه پریولی وای.

MHA

I think Nabil needs a job to pay his bills.What he says about Ghani is not believable, Mr Ghani doesn’t need money and he has enough money in his retirement account.

گل محمد نوری

کله چی همدا انجنیر رحمت الله نبیل چی یو انجنیر شخص ده باید د یو تخنیکی اداره کی یی کار کړی راغی استخباراتی اداره کی یی کار شروع کړ او را به شو دیته چی ولی په همغه وخت کی دی دا خبره رسانیو ته نه نشروله چی نن نوماند دی بیا اسناد ښوونه کوی ولی هغه وخت کی ځان، وژدان او ولس در څخه هیر وو یا غواړی د غلام فاروق وردک په شان یو دولتی پست غواړی چی په آینده دولت کی درته وسپارل شی، زما په نظر ګلبدین، عبدالله، او همدا رحمت الله نبیل د لوړی چوکی… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x