افغانستان

روسیه: د طالبانو او امریکا د مذاکراتو د بیا پیل کېدو په برخه کې همکارۍ ته چمتو یو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۸ل):  روسیه وایي، د طالبانو او امریکا د مذاکراتو بیا ځلې پیل اړین دی او دوی تیار دي په دې برخه کې همکاري وکړي.

دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي «ضمیر کابلوف» کړې، نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې څه وخت به د طالبانو او امریکا مذاکرات بیا ځلې پیل کېږي، وویل « تر اوسه په دې تړاو کوم مشخص تاریخ او ورځ شتون نه لري؛ خو هیلې ډېرې دي او ښایي مذاکرات بیا ځلې دوام ومومي».

د کابلوف په قول، دوی تیار دي په دې برخه کې همکاري وکړي او هر څومره ژر چې شونې وي د دواړو لورو تر منځ مذاکرات پیل کړي.

د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات چې څو میاشتې یې په برکې ونیوې، څه موده وړاندې د امریکا د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» له لوري په ناڅاپي ډول لغوه اعلان شول.

ټرمپ په لومړیو کې په کابل کې د طالبانو د  برید په پایله کې د یوه عسکر وژل کېدل د مذاکراتو د لغوه کېدلو لامل وبلل؛ خو وروسته یې څرګنده کړه، چې اوربند ته د طالبانو د نه حاضرېدو له امله یې مذاکرات لغوه کړي وو.

د مذاکراتو له لغوه کېدلو سره جوخت طالبانو د روسیې، چین او ایران په ګډون سیمه ییزو هیوادونو ته سفرونه پیل کړل او له دې سره د امنیت په شورا کې راټولو هیوادونو په امریکا د مذاکرتو د بیا ځلې پیل غږ وکړ.

د طالبانو د قطر دفتر غړي «مولوي امیر خان متقي» له « نن ټکی اسیا» سره په تازه مرکه کې امریکايي لوری د مذاکراتو په لغوه کولو کې پړ وباله او دا پرېکړه یې د هغوی په زیان وبلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x