نظــر

انتخابات: امریکا، غني، دوہ ځل عبد الله او حکمتیار

حفيظ الدين پيرزاده

په دې لیکنه کې زہ په دې نه غږ‎یږ‎م چې انتخابات په یوہ اشغال شوي ھیواد کې څومرہ شرعي او حقوقي مشروعیت لري.؟!!

پر دې به ھم سترگې پټې کړ‎و چې د یوہ ھیواد له نیمې زیاته برخه عملاً د دولت له مخالفینو سرہ وي، ھلته به ولسمشر څرنگ د خلکو په رایو راغلی وي؟!!

دلته غواړ‎م واضحه کړ‎م چې له انتخاباتو مختلف طرفونه کومې گټې پورته کوي او موخې یې څه دي؟!!

۱- امریکا

په افغانستان کې شفاف، راڼه او عام شموله انتخابات د امریکې او په ټوله کې د غرب په گټه نه دي.
په داسې حال کې چې موږ‎ د تیرو انتخاباتونو ترخې تجربې لرو چې د غربي اشغال تر سیوري لاندې تر سرہ شوي، د دې اټکل کول چې دا انتخابات به د افغانستان په تاریخ کې تر نورو ھغو ډیر کرغیړ‎ن او له فسادہ ډک وي، گران نه دي.
خو بیا ھم امریکا او غرب ولې په افغانستان کې انتخابات غواړ‎ي؟!

ځکه چې: الف: خپلو ولسونو ته دا وښئي چې دوی په افغانستان کې دیموکراسۍ ته کار کوي.

غرب په حقیقت کې خپل خلک په دې قانع کول غواړ‎ي چې په افغانستان کې یې حضور د ولسواکۍ د تقویې لپارہ دی.
ب: امریکا په افغانستان کې داسې یو حکومت غواړ‎ي چې یواځې د منتخب نوم پرې لگیدلی وي او نور په فساد، درغلی او تقلب را منځته شوی وي.

واگي یې د بې مور او بې پلارہ، بې نوم او بې نشانه ټامیانو په لاس کې وي چې د وطن وقار ، حیثیت او ملي گټې ورته مھمې نه وي بلکې دلته له غربي نړ‎ۍ څخه د پیسو په گټلو پسې راغلي وي او دا کار یواځې د امریکې په خوشاله ساتلو پورې مربوط بولي.

بیا به امریکایان په خلاص مټ له طالبانو سرہ ډیل کوي.

افغان حکومت به دومرہ ضعیف، له ولس څخه لیرې او پر ځان نا باورہ وي چې د امریکا ھرہ کړ‎نه او فیصله به ورته د منلو وي او په مقابل کې به یې د مخالفت جرئت نه شي کولای

ت: امریکا په دې پوھیږ‎ي چې انتخابات به ناندریز کیږ‎ي او بیا به دویم پړ‎او ته ځي.

امریکا په بحران کې بل بحران ته لار ھواروي تر څو خلک متفرق او بې اتفاقه شي، پخپلو مسایلو کې نور ھم ونښلي او دوی په شمال کې د داعش مړ‎ ژواندې پروژہ یو ځل بیا راژوندۍ کړ‎ي

۲- غني

غني امریکائي موخو ته د یو پروگرام شوي کمپیوتر پشان کار کوي.

ھغه ھم غل دی خو د زرداد پشان پاټک نه اچوي بلکې د کانټرکټونو، تصدیو، د بي بي گل لبناني خپلوانو شرکتونو ته د قراردادونو د ورکړ‎ې او ھغې ته د پروژو د ورکړ‎ې له لیارې غلاوې کوي. داسې غلاوې چې خلک ښایي لس کاله وروسته پرې پوہ شي.

غني ته د امریکا نبض مالوم دی، ھغه پوھیږ‎ي چې امریکا په افغانستان کې داسې یو حکومت غواړ‎ي چې گوډاگی، فاسد، بې حیثیته او ولس استفراق کړ‎ی وي.
او ھغه ته د داسې خصایصو لرونکیو حکومتونو په کتار کې ځان بې بدیله ښکاري نو په ھمدې امید میدان ته شوی چې د پاچاھۍ امریکایي باز به ھم د ھغه په اوږ‎ہ کیني!

۳- عبد الله عبدالله

د یو نا متجانس ټیم مشري کوي، پخپله د ژبني او سمتي تعصب گرځندہ سمبول دی. د واک پر مھال یې ان ھغه تاجک ھم ځان سرہ نه مقررول چې په پښتون میشته سیمو کې یې کورونه و.
خو اوس یې یو څو بې عفته د قدرت وږ‎ي پښتانه مشران ھم پر ځان را ټول کړ‎ي. د رباني د جمعیت گوند یې ھم تر شا ولاړ‎ دی.

عبدالله پخپل لا شعور کې د فیدرالي افغانستان خوبونه ویني او دا ھغه څه دي چې امریکا یې ھم د افغانستان د ادارہ کولو لپارہ غواړ‎ي.

عبدالله فکر کوي ھغه د ھمدې موخې د تر لاسه کولو لپارہ د امریکایانو په خدمت کې تر ټولو بھترین انتخاب دی.

۴- حکمتیار

وایي یو څه او کوي بل څه! ھیواد اشغال بولي خو بیا د اشغال په حضور کې انتخاباتو ته ودریږ‎ي!!
آیا ھمدا اشغال ته د مشروعیت ورکولو په مانا نه دہ؟!!

د حکمتیار اصلي موخه په ھر قیمت د اقتدار تر لاسه کول دي خو د دې انتخاباتو له لیارې نه!

ھغه ټول عمر د یو سخت دریځي مسلمان مشر په توگه د قدرت د تر لاسه کولو ھڅې کړ‎ي خو بریالی شوی نه دی. اوس غواړ‎ي د سخت دریځي دا داغ له خپل تندي پاک کړ‎ي او غرب یې د یو داسې معتدل مسلمان مشر په صفت وپیژني چې گواکې په انتخاباتو او نورو دیموکراتیکو ارزښتونو باورمند دی.

ھغه سرہ له دې چې پخپله ھم وایي انتخابات به له درغلی ډک وي خو بیا ھم پکې اشتراک کوي تر څو په راتلونکي کې د غرب په سترگو کې د یوہ معتدل مسلمان مشر په توگه مطرح شي او په ایندہ کې د حزب له قوي اثر او رسوخ څخه په استفادې له غربي نړ‎ۍ څخه د اقتدار د حصول لپارہ شین څراغ تر لاسه کړ‎ي.

خو حکمتیار که ھر څه دی، بیا ھم د افغانستان ارضي تمامیت ته ژمن دی، رایې به یې ھم تر غني او عبدالله پاکې وي او خپله ھم د شخصیت او علمیت په لحاظ تر ھغو دواړ‎و ډیر لوړ‎ دی!!
________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د سپتمبر ۲۶/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

پیرزاد صاحب له یوی خبری دی مخه اړولی وو چی مخکینی طالب چارواکی چی اوس له اشرف غنی ملاتړ اعلان کړ آیا دوی اشغال قبول کړی یا خیر؟ که دا قیصه همغه ده لکه مخکی چی یوه ګیدړه او اوښ باغ ته انګور خوړولو لپاره تللی وو کله چی اوښ په خوړلو شروع کړی نو ګیډړی ته یی د خوړولو ویلی وو چی ته ولی ولاړه یی، هغه چی نه رسیده ویلی وو چی ډیر تروش دی. داسی ښکاری چی کله د طالبانو د قطر له چارواکو سره قدرت نیمایی شی بیا به ته هم په دا ډول ټاکنو کی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x