نړۍ

کراچي: د بی ګناه کس د وژلو په تور رینجرز خپل ۴ نور عسکر پولیس ته وسپارل

Rangers_protest_Hanged_AFPنن ټکی آسیا: د یو بی ګناه او بې وسلې کس د وژلو په تور د پاکستان د رینجرز نیمه پوځي ځواکونو خپل څلور نور عسکر پولسو ته د محاکمې لپاره په لاس ورکړه.

ددې تر مخه دوه کسه چي شاهد ظفر او محمد افضل نومیدل پولیسو ته سپارل شوي وه.

۳ ورځي تر مخه د کراچي ښار د بینظیري پارک سره نیژدې د رینجرز د سرفراز شاه نومي پر یوه ځوان

چي عمر يي ۲۲ کاله ښودل کیږي، مخامخ ډزي په داسي حال کي وکړي چي هغه ددوی له خوا نیول شوی وو، او ددوی څخه يې د رحم غوښتنه کوله، او کوشش يې کوی تر څو دغه عسکر په دې خبره پوه کړي چي دی بیګناه دی.

د رینجرز یوه عسکر پر سرفراز باندي ډزي وکړي او په لاس او پښه باندي يې دوه ځایه ټپی کړ، دا په داسي حال کې چي ۵ کسه نور عسکر هم ولاړ وه، او تماشه يې کوله، او کله چي سرفراز پر ځمکه پروت او ټپی وو، او ویني ځیني رواني وې، بیا هم هغه د رینجرز څخه غوښتنه وکړه چي روغتون ته يې ورسوي، او ژوند يې وژغوري، خو بیا هم عسکرو دده پر نارو غوږ ونه نیوی، تر څو چي خپله د زیاتو وینو بهیدو له کبله بی هوښه سو، او بیا وروسته پسې مړ سو.

د پولیسو له وینا سره سم دوی هغه بل کس چي په ویډیو کي ښکاره کیږی او په ساده جامو کي دی، هم نیولی.. او تحقیقات ځیني روان دي.

په خپل لومړي غبرګون کې د پاکستان چیف جسټس افتخار محمد چودري د حکومت څخه غوښتنه کړې چي د رینجرز ځواک مشر جنرال اعجاز چودري او سنده پولیس مشر فیاض لغاري د خپلو دندو څخه ګوښه کړي.

د یادوني وړ ده چي د پاکستاني فوځ سره د پاکستاني عامو خلکو کرکه ورځ تر بلي زیاتيږي، څو ورځي تر مخه په کویټه کې هم د فوځ او پولیسو له خوا ۵ بی ګناه روسي او تاجک مسلمانان چي درې يې ښځي او دوه نارینه وو، په ډیره بی دردی وژل شوي وه، چي د هغو د وژني ویډیو هم په پاکستاني کورنیو چینلونو په وار وار نشر سوله، او د خلکو ورسره همدردي او د خپل فوځ سره يې کرکه را وپارول، او دا وروستۍ پيښي له کبله خو کراچي کي خلکو په مظاهرو لاس پوري کړ، او غوښتنه يې وکړه چي مونږ مرمۍ نه مونږ امن غواړو.

د کراچي پریس کلب مخي ته په یوه مظاهره کې د سپریم کورټ یو پخواني جج فخر الدین ابراهیم وویل چي ورته پيښي د خلکو په منځ کې د بې امنۍ احساس پیدا کوي، مونږ عدالت غواړو، مونږ غواړو چي قاتلان را وځړول شي، مونږ مرمۍ نه، امن غواړو.

هغه زیاته کړه چي پاکستان اوس د یو ډیر مشکل وخت څخه تیریږي، خو دا مشکلات به نور هم زیات سي که چيري حکومت عامو خلکو ته امن ورنکړي.

{youtube}nHSGw6IdpOQ{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x