
غزل؛ صابر جان محصل
صابر جان محصل
ماچې د مینې له بازار څخه ښکلا راوړې
مړاوې ژوندون ته مې د هیلو نوې ساه راوړې
د خیال کوترې مې د وخت پر طبیبانو ګرځي
زخمي زړګي ته يې د درد بله دوا راوړې
د زړګي للمې به مو شنې شي د رحمت په باران
اسمان وریځ دی زموږ تر کلي یې بریښنا راوړې
د ساحرانو ښاماران به وس ژوندي تیروي
ما د موسی نبي هغه زړه امساء راوړې
د نوح طوفان د نیل څپې د ابابیلو ګوزار
بس ظالمانو ته مې دغه ښه جزا راوړې
فلکه نور مو ابتلاء کې د غم مه ازمایه
تحفه کې موږ درته د خوار یتیم ژړا راوړې
غافل زلمی لیږ تخنوومه د.صابر. قلم یم
په پټه خوله مې د بلال ښکلې صدا راوړې