نظــر

د هدیرې متولیان

نور احمد نور

تر څو چې د عام اولس زړه له تاسره وي تر هغه وخته ستا اقتدار څه نا څه معنی او مقصد لري، مګر کله چې د عام اولس زړه له تا څخه بد شي نو بيا تخت او تاج او عالي شانه محلونه يو بار ګرځي او ته د هديرې متولي جوړيږي، دا الفاظ د امريکې اولس مشر جان ايف کينيډي هغه وخت ويلي و کله چې د فلاډليفا خلګو له هغه څخه د اقتدار د اساس پوښتنه کړې وه.

په امریکا کې تر ننه پوري ۴۵ اولس مشران تيرشوي دي او په دې ټولو کې تر ټولو د لږ عمر درلودنکي اولس مشر نوم جان ايف کينيډي و.

د جان ايف کينيډي پلار د امریکا له مالداره کسانو څخه و، کينيډي له تعليم پوره کولو وروسته د امريکې په سمندري فوځ کې مقرر شو، کله چې له هغه ځايه وشړل شو، نو یې سياست ته مخه کړه او په ۴۳ کلنۍ کې د امريکې اولس مشر شو، هغه دامريکې د تاريخ تر ټولو کم عمره او لومړی رومن کيتهوليک اولس مشر و، او هغه د امریکا لومړی وژل شوی اولس مشر هم و، کينيډي په ۲۲ نومبر ۱۹۶۳ کې يوه کس په ډيلاس کې په مرمۍ وويشت.

دلته د جان ایف کینیډي د سياسي ژوند يوه ډیره دلچسپه واقعه در اوروم، دا هغه واقعه وه چې وروسته ورباندې د اکسفورډ یونیورسټي د سياسياتو شعبې تحقيق کړی و او هغې ته یې د سياست د بيسټ(غوره) ستراتیژي ټائټل ورکړی و.

کیسه داسې وه چې جان ايف کينيډي په ۱۹۵۵کې وزیر و او هغه وخت د ده د اولس مشر جوړيدلو هيڅ اثر نه ښکاريدو. يو ځل هغه له خپلو څه ملګرو سره په لاس اينجلس کې روان و، کينيډي څرنګه چې د يو رئيس خاندان څخه و نو کله چې به په سفر وتو نو له هغه سره به لس لس شل شل موټران وتل، کينيډي پخپله هم د امریکا ګران بيه موټر استعمالاوه.

د کينيډي قافله د لاس اينجلس په يوه ترافیکي اشاره باندي ودرېده په همدې مهال په سړک باندې يوه تورپوستې ښځه تيريده، ښځه ناروغه وه د سامان بکس یې هم په لاس کې و او د کمزورۍ په وجه سوکه سوکه روانه وه، ښځه به ايله د سړک مينځ ته رسيدلې وه چې اشاره زرغونه شوه او موټران سوکه سوکه روان شول، کينيډي دستي له خپل موټر څخه کښته شو او په منډه يې ځان تر ښځې ورساوه له هغې څخه يې د هغې سامان واخيست او تر لاس يې ونيوله او په سړک يې پورې ایسته. د کينيډي ملګري حيران و چې دا څه کوي! ځکه چې دا هغه وخت و چې په امریکا کې دسپين پوستو او تور پوستو تر منځ د مساوي حقوقو جنګ روان و چې له کبله یې سپين پوستو تور پوستي نه خوښول، په داسي حالاتو کې د کينيډي غوندي يو وزير او امير کس لپاره له موټر څخه کښته کيدل او يوه تورپوستې ښځې له سړک څخه اړول رښتیا هم بې څه نه و.

په هر حال کيسه مختصر، کله چې کينيډي ښځه تر سړک واړوله او په موټر کې سپور شو نو يوه ملګري ترې په حيرانتيا وپوښتل: وزير صاب تاته د دومره تکليف کولوڅه ضرورت و؟ کينيډي په خندا ځواب ورکړ: ما د دې سپين سرې ښځې په خدمت کولو سره د امریکا د اولس مشرۍ انتخابات وګټل.

د کينيډي ملګری حيران شو ځکه تر دې وخته کينيډي د امریکا د اولس مشرۍ انتخاباتو لپاره ځان نه و کاندید کړی. ملګري ترې وپوښتل هغه څنګه؟ کينيډي ځواب ورکړ: فرض کړه چې زه د صدارتي انتخاباتو يو کاندید يم، زما او د مخالف رایي سره برابري شوې او په موږ دواړو کې چې په دې وخت کې هر يوه ته يوه رایه حاصله شي نو هغه به اولس مشر جوړيږي، ملګري خاموش و،کينيډي زیاته کړه: او فرض کړه چې هغه يوه رایه د دې سپين سرې وي نو څه به کيږي. کيينډي له لږ چوپتیا وروسته وويل: په دې وخت کې به دا ښځه ماته رایه راکوي هو! صرف ماته، او په دې ډول به ما يوه حتمي او قيمتي رایه ګټلې وي.

د کينيډي ملګرو د موټر له شيشو سرونه د باندي وايستل او په کړس کړس يې وخندل.

له دې کیسې شپږ کاله وروسته د کينيډي دا خبره رښتيا شوه ځکه چې د اولس مشرۍپه انتخاباتو کې هغه له خپل مخالف څخه په ډيرو لږو رایو کاميابي تر لاسه کړه.

کيينډي چې کله اولس مشر شو نو خپل ملګري يې راوغوښتل کیسه یې ورته تکرار کړه او زیاته یې کړه: په هغه ورځ هغې سپين سرې زما تندی مچ کړ او ماته يې د اولس مشر جوړيدلو دعا وکړه  زه په هغه وخت پوه شوم چې زه به اولس مشر کیږم ځکه چې قدرت د مظلومانو دعاګانې نه ضائع کوي، کينيډي وويل: ته په رایو سره انتخابات ګټلی شي مګر اقتدار به تاته د دعاګانو په واسطه لاس ته درځي او تر څو چې د عوامو د عاګاني له تاسره وي ته به په اقتدار کې پاتي يې.

کیسه مې تر دې کوله چې زموږ په هیواد کې هم څه باندي یو درجن کسانو د اولس مشرۍ لپاره نوم لیکنه کړې ده او غواړي چې د اولس په رایو ځانونه داولس مشران کړي.

په داسي حال کې چې انتخابات تر امریکایې اشغال لاندي تر سره کیږي اولس د اشغال له ناخوالو تر پوزې راغلی دی نو څنګه به زړه ښه کړي چې داسي کسانو ته رایه ورکړي چې د اشغال تر سایه لاندي خپله بقا لټوي.

ایا اشرف غني د اولس د رایو حقدار دی په داسي حال کې په تیره دوره کې یې اولس د امریکا په بمبار ټوک ټوک شو، د کندوز له خلګو رایه غواړي چې په سلهاو کسان یې په مدرسه کې بمبار شول، که د فراه له خلګو رایه غواړي او که د هلمند خلګو ته د رایو لپاره لاس اوږدوي چې څو ورځې وړاندي یې په موسی قلعه کې واده بمبار کړ او په لسهاوو کسان یې شهیدان کړل، او که یې په پکتیا او پکتیکا کې د خلګو زړونه روغ پرې ایښي دي. د تیرو انتخاباتو دروغجنې وعدې خو یې یوه هم سر ته ونه رسوله اوس بیا لګیا دی یو ځل بیا اولس په درغو خطا کوي.

تاسې به په سوشل میډیا د اشرف غني د ایکټنګ تصویرونه لیدلي وي چې کله یې یو ړوند قاري تر سټیجه بدرګه کوي، کله د سپین سرې په لاسو ور پروت وي مچوي یې، کله یې ماشومان تر لاس نیولي وي او ان کله یې په دا خوارځواکي بدن په غیږ کې اخیستي وي خو دا صرف د کمپائن تر حده، په حقیقت کې هیڅ هم نشته بلکې که واقعیت ته وګوره په سلهاوو ښځې او ماشومان د همدې اشرف غني د ضربتي قواوو له لوري وژل شوي دي او په بیا بیا د امریکې دړندې بمبارۍ قرباني شوې دي چې ده حتی صرف د خواشینۍ اظهار لا هم نه دی ورباندي کړی.

ډيرو دا فکر کاوه چې اشرف غنی په امریکا کې زده کړي کړې دي د حکومتدارۍ په چارو بلد دی او هيواد به په اقتصادي لحاظ پياوړی کړي مګر داسي ونه شوه په څلورو کلونو کې دامنيت، صلح، اقتصادي پرمختګ ، عدالت او له فساد سره د مبارزې په برخه کې بيخې ناکام شوبلکې د افغانستان دولت يې ۱۹ قرن د شاه شجاع دورې ته راګروځاوه.

څو کاله دمخه کله چې د فرانسې سوسيالست ګوند د رياست جمهوري لپاره د کمپآئن تابيا نيوله او فرانسو اولاند کولای شوای چې بيا کانديد شي مګر هغه اعلان وکړ چې د بيا ځلي لپاره له کانديدۍ تيريم هغه د يو ديموکرات په حيث دې نتيجې ته رسيدلی و چې دجمهوري رياست په پنځه کلنه دوره کې  د هغه کارنامه د ډيرو خلکو د له تائيد څخه برخمنه نه شوه او له اخلاقي اړخه هغه نشوای کولای چې بيا کانديد شي .

هغه کارنامه څه وه؟

هغه وعده کړې وه چې د بيکاري کچه به راټيټوي چې په همدې موخه يې په ميلياردونه يورو له کارخانو سره په مرسته او د ټيکس په کمبود کې مصرف کړل مګر د بيکارۍ کچه لا همغاسي لوړه وه. مګر اشرف غنی خپل اخلاقی شکست هم نه مني او یو ځل بیا د انتخاباتو لپاره کاندید دی.

بل کاندید ډاکټر عبدالله دی چي اوس د اجراییه رئیس هم دی اولس یې له سټائل او فیشنه زړه تنګی دی.

د حکمتیار صاب د راکټونو معلولین به شاید اوس هم په کابل کې وي هغه حکمتیار چې تر پرونه یې د اشغال په خلاف د جهاد اعلان کړی و اوس د هغه اشغال تر چتر لاندي بیا له اولسه د رایو تمه لري.

دا یې مشت نمونه خروار ، کنه نو په کاندیدانو کې هیڅوک هم داسي نه دي چې د اولس تمه دي ورته پیداشي.

دا به عجیبه وي که چیري افغانان له اوسنیو کاندیدانو څخه یو انتخاب کړي، خو هغوی مجبوره دي چي همدا تریخ غړپ تېر کړي. ځکه پدې کاندیدانو کي یو هم د دې نه دی چي د خلګو زړه دي پرې ښاد شي.  اوس نو، افغانان مجبوره دي چي له همدې ستوخو او اشنا څېرو څخه یوه انتخاب کړي خو په دوی کې یو هم داسي نه دی چې د مظلوم اولس دعاګانې دې تر اقتداره ورسوي ځکه به نو هغه د اولس پر زړه د اقتدار پر ځای د هدیرې متولي وي او بس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

داسی ووايه چی : افغانانو ! يوه ته هم رای مه ورکوی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x