نظــر

له ډاکټر نجیب سره څرنګه مخامخ سوم؟ «خوږه خاطره»

وحيدالله ژمن

د میزان پر شپږمه چې کله طالبانو کابل فتحه کړ موږ د چهار اسیاب لخوا سهار پر لس بجې کابل ته داخل سو.

دا چې د کابل فتحه ناببره وه او له هغې لارې وسوه چې موږ یې توقع نه درلوده نو ځکه موږ بیخي هک پک او حیران و .

دومره هیجانی و چې هیڅ په ځان نه پوهیدلو، له چهار اسیابه تر ارګ مو په ډیرو نارو (زنداباد او مرداباد) غاړې ولویدې، په لار کې به ځای ځای خلګ زموږ د نندارې لپاره مخې ته را وتلي و، موږ ته یې ښه راغلاست وایه او زموږ راتللو ته ټول خوښ مالومیده، دوی به هم لاسونه راته پورته کول او موږ هم، تر موږ مخکې یوې ډلي طالبانو ته په غاړه کې ګلان هم ور واچول، خو موږ چې ور ورسیدو شاید لاسونه یې خالي و، یوازي په لاسونو پورته کولو او مینه ښودلو مو اکتفا سره وکړه، موږ لومړی په کابل کې د ارګ لیدلو ته ډیر لیواله و، تر ټولو مخکي هلته ولاړو، ارګ ته چې څنګه داخل سو زموږ مشر امر وکړ چې دوه دوه رکعته د شکرانې لمونځ وکړئ، خو دا وخت د اوبو پیدا کول ستونزمن و، چا وکړل او چا ځان پر واچاوه.

ګلخانې ماڼۍ ته پورته کیدلو چې شهید ملا نسیم اخند چې بیا د زراعت وزیر سو، په مخه راغلی، موږ ته یې ویل طالبانو منډې مه وهئ، نور نو هغه د حجرو سپېره طالبان نه یاست، پوهیږئ دا وخت تاسو د ارګ د ګلخانې ماڼۍ ته خیژئ، ګلخانه ماڼۍ له طالبانو او سقیلانو ډکه وه، موږ ته وویل سوه چې طالب مشران لکه مرحوم ملا محمد رباني ملاعبدالرزاق اخند او نور مشران په بله کوټه کې په مشوره بوخت دي، عجیب خوند یې کاوه، چای هم پخې وې خوموږ یې د خوړلو وخت نه درلود، ځکه دا وخت موږ خبر سو چې نجیب وژل سوی او پر اریانا چوک د دار په رسۍ راځوړند دی، مشر ته مو وویل چې باید ژر ځانونه د اریانا چوک نندارې ته ورسوو.

چې له ګلخانې راشوه سو د ارګ په حویلۍ کې د پکتیا د طالبانو مست اټن هم شروع و.

موږ هغه ننداره پریښوده ترڅو چوک ته ځان ورسوو، شیبه وروسته موږ هغه څوک د دار پر سر لیده چې کلونه کلونه مو د هغه د دا ډول وژلو ارمان کړی و.

نجیب او ورور دواړه یوځل ویشتل سوي و او بیا په وینو سره په دار ځړول سوي وه، ورور یې ډیر نه و خوږ، خو نجیب پر سر ویشتل سوی و او ترغوږ پورته سر یې ښه غټ سوری درلود.

د نجیب ورور صحت مند او تازه مالومیده، ځکه هغه ازاد و او په دې وخت کې د ده پوښتنې ته له هنده راغلی و .
خو نجیب ډیر مړاوی، زبېښلی او ناتوانه مالومیده،

داسي ښکاریدله چې د توقیف دوره یې ټوله په سخت ټینشن کې تېره کړي وي، د بدن اعضا یې واړه او بې سېکه مالومیدل .

د دوی په لاسونو او سپوږمو کې نوټونه او سګریټ ورکړل سوي و او په خورا ذلیل حالت کې را ځړیدل.

د نجیب په دغه ډول لیدلو سره زموږ په سر کې عجیب عجیب خیالونه ګرځیدل،

هیڅ مو باور نه راتله چې هغه څوک دې زموږ په وړاندي ځړیږي چا چې یو وخت ددې هیواد پر مظلوم ولس محشر جوړ کړی و.

د دوی شاوخوا په زرګونو خلګ را ټول وو، ځايې ژورنالستانو ویډیوګانې ډکولې، عکسونه یې اخستل، خلګو ننداره کوله خو حیران ټول و، یو عجیب د نه منلو کفیت پر ټولو نندارچیانو حاکم و، هغه چې مسلمانان و سخت خوشاله او هیجاني و، خو په دوی کې داسي خلګ هم چې له نجیب سره یې فکري تړاو درلود، هغه بیا سخت خپه او وېرې اخستي و.

که رښتیا درته ووایم دغه ورځ او دغه خاطره زما د ژوند تر ټولو خوږه او قیمتي خاطره ده، اوس هم چې کله د زرګونو افغانانو د قاتل نجیب هغه ذلیل حالت راپه یاد سي د خوښۍ احساس وکړم.

موږ تر ماپښینه دلته پاته سو او له هغه ځایه وروسته خیر خاني ته ولاړو، شپه مو دبابا جا په فرقه کې تېره کړه.

نجیب غالبا دوې ورځي راځړېدی، له هغه وروسته د نعیم کوچي په غوښتنه له داره را شوه سو، د هغه کسانو په پکتیا کې خپل پلارني کلي ته ورساوه او هلته ترخاورو لاندي سو.

وحید الله ژمن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه.
ژمن صاحب ته،
د نجیب څخه په ظلم کی تاسو طالیبانو ورواړوله.دوه هفتی مخکی مو د زابل شفاخانه دوه ګنټی عمر لرونکی ماشومان په ځان مرګیو کی شهیدان کړل،
په نجیب د ستاسو مشرانو ایی،ایس،ایی لاس بر شو،
که د ولس لاس په تاسو بر شی،نو تاسو به هم د نجیب په شان په هر چوک کی وځړوی.
کله چه تاسو کامیاب شوی هم د خلقیانو له برکته.چه ستاسو صفوف خلقیانو قوی کړل.

سیدزرغون شاه آغا

دټولووطن پلورنکوهمداسرنوشت دی، خوداکم عقله عبرت نه اخلی.

جميل

دا به بيا څه د خوښی ورځ وی چی غنی او کرزی دواړه همداسی پدار ووينو .
ای منتقم خدايه د مظلومو افغانانو سترګی او زړونه خو ور يخ کړه .

اجمل

تاسی ولی د نجیب اصلی وژونکی قاتل نه معرفی کوی دا ځکه چی هغه یو پنجابی وه. نجیب په نره ووژل شو. خو ستاسو چلند له یو مړ جسد سره اسلامی نه وه چی سګریت یی په خوله کی ورکړی یا نور تمسخر پری وکړی. دا عمل ستاسو خلاف د نیوی (ص)د احکامو دی. همدا وجه وه چی ځینو د طالبانو د مړو پر مخ او حتی خوله کی متیازی وکړې عکسونه یی ورسره واخستل. مسلمان چی داسی کار وکړی نو کافر به یی څنګه نه کوي. ستاسو غیرت به هغه وخت واضح شی چی یو امریکایی همداسی په دار… نور لوستل »

پتنګ

نه هغه زما دکور او کلې او په ټول افغانستان کې قتل عام کړی وو نو د پنجاپي یې پرې څه؟
هلکه ته مرداري په مرداري پاکوې !!

امان

د نجیب پہ شہ او بد بحث نکوو.
خو آیا پہ قرآن او احادیثو کی داسی سہ شتہ چی یو سوک مڑ کہ او بیا لہ مرگ وروستہ تہ د ھغہ تذلیل ووکہ. ولو کہ ھغہ کافر ھم وی. یا اسلامی تاریخ کی داسی سہ شتہ کوی نو موژ تہ یہ ھم ووشوہ او کہ نوی نو ورز دقیامت ھم شتہ او سوال جواب ھم.

سیدزرغون شاه آغا

امان! ورورچی خپه نسی.
غلط صحیح
شه ښه
سه څه
سوک څوک
ووکه وکه
موژ موږ
ووشوه وښیه
ورز ورځ

سیدزرغون شاه آغا

امان! ورورچی خپه نسی.
غلط : شه، سه، سوک ، ووکه، موژ، ووشوه ، ورز
صحیح: ښه، څه، څوک، وکه، موږ، وښیه ، ورځ

مجاهد

ځینی کمونستانو خو کمونستی او سکولریستی کی د اسلام په شان کومه سپیڅلتیا ونه موندله حیران پاتی دی چه به کوم وحشت یی خاوری واړوی نو د خلکو په سترګو کی خاوری اچوی اوس هڅی لری چه هماغه وحشیانو ته لکه ترکی، امین ، نجیب ، کارمل او یا اوس وخت کی چه کوم غلامان مری د اسلام سبیڅلتیا ورالیش کوی امین لعین ته امین شهید ، نجیب شهید ، که کرزی او غنی یا نور اوسنی ووژل شی دوی ته به هم د شهیدانو لقب ورکوی او وحشت ته به یی د جهاد نوم ورکوی هڅه به لری چه… نور لوستل »

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x