شعـــــرونه

غزل/ شفاعت ریحان

شفاعت ریحان

زړۀ مې لکه دوه پاڼې ګلاب کړلو
تۀ مې ليونۍ! ورپکې ونغښتې

دوې درې مې خبرې ورته وکړلې
دوې درې مې سلګۍ ورپکې ونغښتې

ويني يې د زوی دسمال کې تويي شوې
اوښکې يې مورکۍ ورپکې ونغښتې

ما سينه اواره کړه او بيا مې نو
ستا د ياد ږلۍ ورپکې ونغښتې

دوه مې ګلابونه لاس کې ورکړل او
دوې مې ګل غوټۍ ورپکې ونغښتې

ځان مې د صحرا په غېږ کې وشينده
چيغې مې سېلۍ ورپکې ونغښتې

ما مې شفاعت لره دعاوي کړې
خدای ته مې زارۍ ورپکې ونغښتې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x