نړۍ

د ټاکنو امنيت؛ نن او سبا به د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې بندې وي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ تله، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو د امنيت ټينګښت لپاره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې نن جمعه او سبا شنبه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلي وي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو کې د امنيتي مرستو لپاره د روانې سپټمبر مياشتې په ۲۷ او ۲۷ د تورخم او چمن سربېره ټولې لارې د مسافرو او بار وړونکو لاريو پر مخ تړل شوي وي، خو يوازې سخت ناروغان له دې حالت مستثنی دي.

څو ورځې وړاندې د ګډ حکومت مشر اشرف غني په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، د پاکستان له صدر اعظم عمران خانه يې د ټاکنو امنيت په برخه کې مرسته غوښتې او هغه هم تر خپل توان د مرستې ډاډ ورکړی دی.

داسې نه ښکاري، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تړلې لارې به د ټاکنو په امنيت کې ګټورې ثابتې شي؛ ځکه چې طالبانو په خپلو تکراري اعلاميو کې عامو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې په ټاکنيزو کمپاينونو او رايې اچونه کې له ګډونه ډډه وکړي.

د طالبانو نظامي کميسيون تېره ورځ هم په خپره کړې اعلاميه کې د ټاکنو پروسه «جعلي او د اشغال د دوام لامل» بللې وه او له خلکو يې غوښتي، چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره د ټاکنو په ورځ په خپلو کورونو کې پاتې شي.

طالبانو ويلي، د ټاکنو کميسيون غړي، دفترونه او د ټاکنو مرکزونه د دوی د بریدونو هدف دي او خلک بايد له دې پروسې لرې وګرځي.

سبا شنبه د ميزان په ۶مه ولسمشريزې ټاکنې دي او حکومت د ټينګو امنيتي تدابیرو د نيولو ډاډ ورکړی دی.

په کابل کې د امريکا سفارت سربېره پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼ شمېر نورو سياستوالو هم د ټاکنو د امنيت او روڼوالي په اندېښنه ښکاره کړې ده.

د چارو کارپوهان وايي، د افغانستان پنځوس سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده، هلته ټاکنې ناشونې دي، په پنځه ويشت سلنه خاوره کې د تاوتريخوالي او جګړو له امله ټاکنې له ګواښ سره مخ دي او يوازې په پنځه ويشت سلنه خاوره کې ټاکنې شوې دي، خو دا ډول ټاکنې به مشروعيت ونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x