شعـــــرونه

د دار رسۍ؛ عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

یو سر دلته مات شوی یو لښکر دلته مات شوی
په دغه ورځ د سره قصر سنګر دلته مات شوی

سهار ورپسې راغلو توره شپه یې کړله ورکه
سردار د کمونیزم او رهبر دلته مات شوی

یو چا ته یې د دار رسۍ په غاړه کړه ور پورې
بد تر ولو له ټولو نه بد تر دلته مات شوی

چې تل به یې زګونه بادیدل په غر غرو وو
مختوری نجیب لاړلو اخر دلته مات شوی

د دې عصر نجیب دې له ها بله عبرت واخلي
د سپین قصر غلامه سور لښکر دلته مات شوی

صبا به اریانا چوک کې په تا خلک راټول وي
ناټو به درنه تښتي او اشر دلته مات شوی

عاکف اوس په ښکاره به درته دا خبره وکړم
دا خوب مې دی لیدلی د ستا سر دلته مات شوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
استاد اريوبى

مشکل دادي چې ستاسو معلومات د پيسبوک پر عام وال مخته نه راځي ، او دلته هم لکه مسيج ليږنه دا رقم معلومات راځي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x