افغانستان

طالبانو د سمنګان دره صوف ولسوالۍ نيولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ تله، ۱۳۹۸ل): طالبانو تيره ورځ د سمنګان ولايت دره صوف پائين ولسوالۍ نيولې او ګڼو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره ورځ ماسپښين يې د سمنګان ولايت دره صوف پايين ولسوالۍ مرکز او اړوند ملحقات نيولي، ګڼ شمير عسکرو او پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې او ۲۰ نور يې ژوندي نيولي دي.

مجاهد زیاتوي چې د ولسوالۍ له سقوط سره يې ګڼ شمير سپکې او درنې وسلې هم نيولي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بيلابيلو ولایتونو کې په دولتي اهدافو د طالبانو بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې ګڼ شمير ولسوالۍ او سيمې سقوط شوي دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په تيرو دوو اوونيو کې د کندز او بغلان څو ولسوالۍ او ګڼې سيمې نيولي دي.

تر اوسه د سمنګان ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x