نړۍ

بن سلمان: د جمال خاشقجي د وژنې ټول مسؤوليت زما پر غاړه دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ تله، ۱۳۹۸ل): امريکايي تلويزون ويلي، د سعودي وليعهد محمد بن سلمان منلې، چې د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژنې ټول مسؤوليت د ده پر غاړه دی، ځکه چې د پېښې پر مهال دی په واک و.

د امريکايي تلويزون له لوري د جمال خاشقجي په اړه جوړ شوي مستند فلم کې محمد سلمان د امریکايي تلويزون خبريال مارټن سميت سره په مرکه کې د لومړي ځل لپاره منلې، چې «د خاشقجي د وژنې ټول مسؤوليت زما پر غاړه دی؛ ځکه هغه مهال زه د واک په اساسي څوکۍ وم.»

د فرنټ لاين تلويزون دغه فلم د راتلونکي اکتوبر مياشت په لومړۍ نېټه د جمال خاشقجي د وژل کېدو د لومړۍ کليزې په مناسبت خپور شي.

مارټن سميت له بن سلمانه پوښتنه کړې، چې د قتل دا جرم څنګه پېښ شوی او دی ترې ناخبره دی، نو بن سلمان يې په ځواب کې وايي: «موږ شل ميليونه نفوس لرو او درې ميليونه حکومتي مامورين.»

خبريال بيا پوښتنه کوي، چې د جمال خاشقجي په قتل کې حکومتي چارواکي ښکېل دي او دولتي الوتکو کې يې ځانګړي سفرونه کړي دي، نو وليعهد وايي: «زما وزيران او مامورين د دې چارې مسؤول دي او دوی په دې اړه کار کوي.»

سعودي تبع جمال خاشقجي د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کالم ليکونکی ژورنالېست و، د خپل ژوند په ورستيو کې له حکومت سره مخالف شوی و، په خپلو کالمونو کې به يې د وليعهد او حکومتي کړنو پر خلاف ليکنې کولې او تېر کال اکتوبر کې د خپلو رسمي کارونو لپاره د ترکيې په استانبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ ته تللی او هلته وژل شوی و.

په لومړيو وختونو کې سعودي چارواکو د هغه له وژلو انکار کاو، خو د ترکيې حکومت، د امریکا استخباراتو «سي ای اې» او ګڼ شمېر نورو لويديځو دولتونو وويل، چې خاشقجي د بن سلمان په امر وژل شوی، خو سعودي وايي، د خاشقجي په وژنه کې د بن سلمان لاس نشته.

د فرنټ لاين تلويزون له لوري د خاشقجي د وژنې په اړه مستند فلم به د راتلونکي اکتوبر په لومړۍ نېټه د هغه د لومړۍ کليزې په مناسبت خپور شي او ډېر هيښوونکي معلومات به ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

زما په اند د نړی هیوادو کی سعودی یواځنی هیواد دی چه د یوی عیاشی شاهی کورنی په نوم نومول شوی ، د سعودی کورنی د مخه د عربستان په ګدون د منځنی ختیز او افریق شمال عربی هیوادو زیات یا ټول هیوادونه د عثمانی خلافت تر قیادت لاندی وو ، انګریزی یهودانو سیمه کی د اسراییلو د حاکمیت زیاتوالی د پاره لمړی د عربی او ترکی نشنلیزم په واسطه له عثمامی خلافت جلا او بیا یی د اتاترک به واسطه عثمانی خلافت ته هم د پای ټکی کیښود عبدالعزیز بن سعود د انګریزانو په سپارښتنه او پلان له مخی… نور لوستل »

گل محمد نوری

د سعودي پاچا ځانګړی ساتونکی جنرال عبدالعزيز الفغم وژل شوی

یعنی داسی ښکاری چی ددی قتل په اړه دی جنرال رسانیو ته معلومات ورکړی چی نن امریکا په مرسته وژل شوی وی ځکه د خاشقجی وژلو کی امریکا او خاص ډول محمد بن سلمان چی زیاتره زده کړی یی په امریکا کړی لاس لری.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x