افغانستان

سبا شنبه په هېواد کې ولسمشريزې ټاکنې ترسره کيږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ تله، ۱۳۹۸ل): سبا شنبه د تلې په شپږمه په هېواد کې د ولسمشريزې ټاکنې په داسې حال کې ترسره کيږي، چې طالبانو او ګڼ شمېر سياستوالو دغه ټاکنې جعلي، د روانو جګړو او تاوتريخوالي د زياتېدو لامل بللي دي.

د ټاکنو کميسيون وايي، ټولو ولايتونو ته يې د ټاکنو حساس مواد لېږلي، خو ۱۱۶ ولسواليو ته لا هم د ټاکنيزو موادو لېږل پاتې دي.

د ټاکنو کميسيون دا نه دي ويلي، چې څومره کسان به په ټاکنو کې ګډون وکړي.

د طالبانو نظامي کميسيون خپلو جنګياليو ته امر کړی، چې د ټاکنو پر ورځ ټولې لويې لارې وتړي او د ټاکنو د ترسره کېدو په ټينګه مخنیوی وکړي.

که څه هم حکومت ادعا کوي، د ټاکنو امنيت لپاره يې بشپړ تياری نيولی، خو د ټاکنو کميسيون وايي، په لرې پرتو او جنګ ځپلو ولسواليو کې ټاکنې له ګواښ سره مخ دي او دا هم مني، چې تر نن جمعې پورې هم ۱۱۶ ولسواليو ته حساس ټاکنيز مواد نه دي رسېدلي دي.

اوس، چې ټاکنو ته يوازې يوه ورځ پاتې ده، ټاکنيز کمپاينونه پای ته رسېدلي، خو ډېری سياستوال په دې اند دي، چې ټاکنې به کېدای شي هېواد کې روان تاوتریخوالی او جګړې نورې هم زياتې کړي او د سولې شته چانس به هم له لاسه وباسي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي له اسوشيټېډ پريس خبري اژانس ته ويلي، په روان وضعيت کې ټاکنې ترسره کول د ولس هيلې نه شي دوا کولی، بلکې شته تاوتريخوالی به نور هم زيات کړي او له طالبانو سره د سولې شته چانس به د اوږدې مودې لپاره له لاسه وباسي.

اوس، چې ډېری نوماندان له خپلې نومانداۍ تېر شوي، د يو شمېر نوماندانو ټاکنيزې منډې ترړې سړې وې او تر ټولو ډېر فعاليت په کې د ګډ حکومت د اول مشر اشرف غني او دوهم مشر عبدالله عبدالله  سربېره د حزب اسلامي مشر ګلبدن حکميتار و.

د چارو کارپوهان وايي، هېڅ نوماند روښانه برتري نه لري او کېدای شي په دې ټاکنو کې يو ځل بيا د جان کيري د زړې نسخې له مخې بل ګډ حکومت رامنځته شي، چې د هېواد امنيتي، سياسي او اقتصادي وضعيت به نور هم ترينګلی او بحران به پراخ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

طالبانو کرامو ته: آیا بهترین وخت د خلکو د وژلو ندی راغلی. انتحاریان مو تیار کړی دجنت دروازی خلاصی شوې د انتخاباتو ورځ ده خلک ووژنی او جنت وګټی.

پتنګ

د فاسدینو د رشوت او غلا لاره به جوړیږي منافق متفکر به د سي ای اې لخوا ځخه بیا ګومارل کیږي ، دالر به بیا غلا کیږي او افغان اولس به وژل کیږي !!

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x