افغانستان

مایک پمپیو-غني ته: ټاکنې باید رڼې وي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ تله، ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» نن په یوه تلیفوني اړیکه کې د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» رڼو ټاکنو ته هڅولی.

د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « مایک پمپیو اشرف غني ته وویل، چې د رڼو ټاکنو د تضمین لپاره باید د ټاکنیزو بنسټونو او کاندیدانو چلند له ملامتیا لرې وي او د پایلو د مشروعیت په موخه امریکا هیله لري، چې ټاکنې به رڼې او شفافې وي».

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفارت د ټاکنو کمېسیون ته امر کړی، چې ژر تر ژره دې د هغو مرکزونو لست خپور کړي، چې د ټاکنو په ورځ به بند پاتې وي، تر څو خلګ له سرګرداني وژغورل شي.

امریکا داسې مهال له ګډ حکومت د رڼو ټاکنو هیله لري، چې د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو رونټيا ته اندېښمن دي او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو یادونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا پړسيدلی پمپيو ښه پوهيږی چی ټاکنی به رڼی او شفافی نه وی .
ټول هغه هيوادونه چی د خبيثی امريکی تر اثر لاندی دی هلته هيڅکله هم رڼی او شفافی ټاکنی نشی کيدلای ، که شفافی او رڼی ټاکنی وشی د دوی مفسد غلامان به په هر ځای کی ماتی خوری .

مجاهد

که زه [[ خدای ناخواسته ]] غنی وی ما به بمبو ته ویلی وی چه زه غلام یم ، هغه وایم او هغه کوم چه بادار یی کوی او یا یی ماته د کولو حکم کوی. همدا اوس فاحشه کی زیږیدلی ترمپ د اوکراین جمهور ریس ته ( چه د ترمپ نمک خور دی) تلیون کړی او د (( جوبایند )) د زوی په اړه یی چه اوکراین کی کوم بزنس لری ویلی چه هغه په غلا تورن او ووژنی تر څو به دی واسطه جوبایند بدنام او انتخاباتو کی یی د ترمپ مقابل کی مات شی ، زما به… نور لوستل »

گل محمد نوری

کله چی طالبان د ګلبدین په شان په ټاکنو کی برخه واخلی نو بیا چی کله طالبان د ټاکنو له لاری بریالی شی بیا به وایی چی اوس شفافی او رڼی دی. مګر اوس وایی چی دا ټاکنی د امریکا لخوا مخی ته ځی او ټولو دوستانو ته معلومه ده چی کچیری ولس په ټاکنو کی برخه اخلی نو د دوی له لوری به ووژل شی مګر کله چی دوی نوماندان شی بیا هیڅ مشکل نده نو دوی اوس هم په ولس هرڅه په زور منی کچیری ولس خوښی ته پریښودل شی هیڅ افغان د پنجاب غلامی لاندی نظام نه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x