افغانستان

په وردګو ولایت کې یوه سرتېري خپل «۵» ملګري په ډزو وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ تله، ۱۳۹۸ل): د میدان وردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې یوه عسکر خپلو ۱۲ ملګرو ته مرګ ژوبله اړولې.

د راپورونو په اساس، پېښه نن ورځ د جلرېز ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې ۵ تنه عسکر وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

طالبانو بریدګر خپل ملګري بللی او د هغوی تر لیکو پورې یې د ور رسېدلو خبر ورکړی، د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «خپله نفوذي مجاهد له یو میل کلاشینکوف او یو میل کارمولي ټوپک سره روغ او سالم تر مجاهدینو پورې راورسید.»

یاده دې وي، چې د دولتي عسکرو په لیکو کې د طالبانو نفوذي ملګري شتون لري، چې وخت ناوخت په بهرنیو او داخلي عسکرو بریدونه کوي، څو ورځې وړاندې هم د کندهار په هوایي ډګر کې د صفي الله په نامه یوه سرتېري د خپل ټوپک شپېلۍ په بهرنیانو ور اړولې وه او ۱۲ امریکایان يې وژلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

هیله ده او ټینګه هیله ده چی کومه ورځ د ذبیح الله مجاهد! په څنګ کی ناست مجاهد انډیوال هم رښتینی جهاد تر سره او ذبیح الله د نیستی سمندر ته ور لاهو کی.

پتنګ

درواغ وېیل خو نه یواځې په اسلام کې بند دي بلکې په هر ه ټولنه کې غلط او بد اخلاقه عمل دی چې جنایې عمل ته رسیږي ! له هغه نه چې زه مجاهد پيژنم درواغ یې ماندي لیدلي، خو دفاسد، مذدور ، بې علمه غله دولت دروغ ولې په خپل تخرګ کې پټوې؟؟
دا خو نه پښتو ده او نه اسلام !!

غوربندي

غ حضرت صاحب

عقل او فکر مو د بغض او عناد او نفاق په رسيو تړلی او ښه ټينګ تړلی!

ستاسو دا ټينګه هيله پوچه ده ځکه چې د تېر او اوسمهال جهادونو په تاريخ کې د خيانت يا ستا لارورکي په اصطلاح د “ريښتيني جهاد” دا ډول پېښه نه ده ثبت شوې،،،

همدا يو ټکی هم د لارورکو لپاره کافي دی چې ژور فکر وکړي او د هدايت سيده لاره بيا ومومي.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x