افغانستان

د فاریاب ولایت «قرمقل» ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ تله، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، د فاریاب ولایت قرمقل ولسوالۍ امنیه قومانداني، مرکز او ټولې امنیتې پوستې یې په بشپړ ډول د حکومت له کنټروله ایستلې.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې لیکلي « د دغو عملیاتو په لړ کې د دښمن ګڼ شمیر، عسکر، پولیس او اربکیان وژل شوي او ټپیان دي، ۲ هاموې ټانګونه، ۴ عرادې رینجر موټر، خورا ډيره سپکه او درنه وسله، له مهماتو او نظامي توکو سره مجاهدینو ونیول.د دښمن د تښتېدلو عسکرو پسې تعقیبي عملیات جریان لري.»

بل لور ته د فاریاب ولایت پولیس بیا د طالبانو دا ډول ادعاوې ردوي، ددې ولایت د پولیسو ویاند «عبدالکریم یورش» وایي « تېره شپه طالبانو د قرمقل ولسوالۍ په مرکز باندې بریدونه وکړل، امنیتي ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي په خاطر خپل موقیعت ته بدلون ورکړ او په یوه بل ځای کې یې د مخالفینو په وړاندې سنګر ونیو؛ خو اوس هم د ولسوالۍ مرکز د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی».

یاده دې وي، چې تر قرمقل ولسوالۍ وړاندې تېره ورځ طالبانو د سمنګان ولایت «دره صوف» ولسوالۍ ته هم سقوط ورکړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

الحمدلله هری لوری فتحی دی ، د غاصب کفارو ، منافق غلامانو او د بيهمتو خواږو به يی ډيره بده ورځ وی .

اجمل

نتیجه به یی څه وی. دا ولسوالی به ورانه کړی وسایل به یی چور کړی. کومه ځای مو آباد کړی پس له نیولو؟ دلته مو ولسوالی نیولی خو بیا په غزنی کی مو هغه ولسوالی چی تر کلونو ستاسو په لاس کی وی له لاسه مو ورکړی. دا سو جهاد. له امریکایانو سره سوله کوو، خو حکومت او خلکو سره یی نکوو. ما شاالله د پنجابیانو نوکران.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x