دیني، سیرت او تاریخ

د یرغلګرو سره صلح او د زعامت مسؤلیت !

لیکنه : مفتي احسان الله احسان

د مسلمانانو د اجتماعي او ټولنیزو مسائلو د حل او فصل زمام ، د شرعي قانون له نظره د وخت د حاکم له لوري تر سره کیږي ، تر څو د مسلمانانو د عمومي ستونزو لپاره د السیاسة الشرعية او حالاتو حاضره و سره سم د حل لاري چاري ولټوي ؛ هغه مسائل چې د ټولو هیوادوالو په منځ کې مشترک وي ، د هغو په اړه هر کس او نا کس فیصله نشوای کولای ، او که يې وکړي د اعتبار وړ نده ، البته د داسي عمومي مسئلو په هکله د وخت زعیم ته مشوره ضرور ورکولای شي .

نو ځکه موږ یو شرعي حکم لرو ، هغه دا چې که حاکم خپل رعیت ته د یو مباح کار کولو په اړه حُکم وکړي ، د هغه کار تعمیل پر خلکو باندي واجب ګرزي ، خو دا شانته حُکم د حاکم څخه علاوه د بل چا په حق کې ندی وارد شوی .

علامه جصاص رحمه الله تعالی په الفصول في الأصول (3/ 96) کې فرمايې : قَبُولَ حُكْمِ الْحَاكِمِ وَاجِب عَلَى رَعِيَّتِهِ .

یعني: د حاکم امر پر رعیّت باندي واجب دی .

چونکه له اشغالګرو سره د اتلس کلن جنګ ختمول ، د ټولو هیوادوالو مسئله ده ، ولي چې له فائدې او نقصان څخه يې د هیواد هر وګړی متاثره کیږي ، نو لازمه ده ، چې د صلح په اړه له یرغلګرو سره یو داسي څوک فیصله وکړي ، چې د دا شان مسائلو د درک وړتیا ولري ، او که فیصله وکړي ، نو ټول هیوادوال يې د حکم تعمیل هم کوي .

علامه سرخسي رحمه الله په مبسوط کې فرمايې : ( وإذا طلب قوم من أهل الحرب الموادعة سنين بغير شيء نظر الإمام في ذلك ، فإن رآه خيرا للمسلمين لشدة شوكتهم أو لغير ذلك فعله لقوله تعالى { وإن جنحوا للسلم فاجنح لها } [ الأنفال : 61 ] « ولأن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – صالح أهل مكة عام الحديبية على أن وضع الحرب بينه وبينهم عشر سنين » فكان ذلك نظرا للمسلمين لمواطئة كانت بين أهل مكة ، وأهل خيبر ، وهي معروفة ، ولأن الإمام نصب ناظرا ، ومن النظر حفظ قوة المسلمين أولا ، فربما يكون ذلك في الموادعة إذا كانت للمشركين شوكة أو احتاج إلى أن يمعن في دار الحرب ليتوصل إلى قوم لهم بأس شديد فلا يجد بدا من أن يوادع من على طريقه . المبسوط للسرخسي (10/ 86)

ژباړه : که حربیانو د ډیرو کلو لپاره د سولې غوښتنه وکړه ، امام به په دې اړه ښه فکر کوي ، که د مسلمانانو په ګټه وه ، سوله به ورسره وکړي ؛ ځکه الله رب العزت فرمايې : { وإن جنحوا للسلم فاجنح لها } [ الأنفال : 61 ] ، او دا شان رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د اهل مکه و سره پر دې سوله وکړه ، چې تر لسو کلو پوري به اوربند وي ، امام سرخسي رحمه الله وايې : د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا کار د مسلمانانو په خیر و ، په دې سولې سره رسول الله صلی الله علیه وسلم د خیبر غزا لپاره ځان د مکې له مشریکینو فارغ کړ ؛ او بل دا چې امام وي د دې لپاره چې د مسلمانانو په عامو مسائلو کې غور او فکر وکړي ، د هغوی د خیر لپاره اقدام وکړي ، تر ټولو د مسلمانانو لپاره د خپل قوت ساتل اړین کار دی ، او ډیر ځله دا په سولې کې را تلای شي .

علامه مرغیاني رحمه الله په الهداية في شرح بداية المبتدي کې لیکي : ” وإذا رأى الإمام أن يصالح أهل الحرب أو فريقا منهم وكان في ذلك مصلحة للمسلمين فلا بأس به ” لقوله تعالى : { وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ } [ لأنفال : 61 ] ووادع رسول الله عليه الصلاة والسلام أهل مكة عام الحديبية على أن يضع الحرب بينه وبينهم عشر سنين ولأن الموادعة جهاد معنى إذا كان خيرا للمسلمين لأن المقصود وهو دفع الشر حاصل به ولا يقتصر الحكم على المدة المروية لتعدي المعنى إلى ما زاد عليها بخلاف ما إذا لم يكن خيرا لأنه ترك الجهاد صورة ومعنى. (2/ 381)

ژباړه : کله چې د مسلمانانو امام د حربيانو سره سوله وکړي ، او په دې سوله کې د مسلمانانو خیر هم وي ، نو په دې کې څه خبره نشته ، ځکه الله رب العزت فرمايې : {وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ} [لأنفال: 61] ، او دا شان رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د مکي د خلکو سره د حدیبيې په کال پوره لس کاله سوله وکړه ، او بل دا چې سوله خو یو معنوي جهاد دی ، البته په دې شرط چې د مسلمانانو خیر په کې وي ، ځکه اصل مقصد د کفارو د شر نه ځان خلاصول دي ، نو که هغه په سوله سره تر لاسه کيدای شي ، ښه خبره ده ، مګر که په سوله کې د مسلمانانو خیر نه و ، بیا سوله بلکل ناروا ده ، ځکه چې دا هم صورة او هم معنا ترک الجهاد دی .

علامه عیني الحنفي رحمه الله تعالی د هدايې د یادو الفاظو په تشریح کې داسي رقم طراز دی  :

وقال في ” الكشاف “: إن الأمر موقوف على ما يرى فيه الإمام صلاح الإسلام وأهله من حرب أو سلم وليس بحتم أن يقاتلوا أبداً . البناية شرح الهداية (7/ 114)

ژباړه : په کشاف کې وايې : چې د سولي او جنګ خبره د مسلمانانو تر امام اړه لري ، چې هغه په دې کې د اسلام او مسلمانانو خیر ويني او که یا ،  ځکه چې همیشه خو جنګ کول هم ضروري ندي .

دفقهي اسلامي له یادو جزیاتو نه دا واضحه شوه ، چې د هیواد په سطحه د کفارو سره که جهاد وي او که سوله ، دواړه د امام له وظائفو څخه دي ، علامه مرغیناني رحمه الله تعالی خو صلح هم معنوي جهاد تعبیر کړی ، نو ځکه دا د هر کس او نا کس کار ندی ، بلکي د مسلمانانو یو اجتماعي مسئله ده ، او شریعت د دې کار زمام د مسلمانانو مشروع امام ته سپارلی  .

په ځانګړي توګه په داسي حساس وخت کې ، چې افغانستان عملا د امریکایانو تر اشغال لاندي دی ، په دې حال کې یوازي او یوازي د یرغلګرو کفارو سره سوله د هغه چا کار دی ، چې عملا يې د یرغلګرو په وړاندي د مسلمانانو د مقاومت او جهاد زمام په لاس کې وي  .

ځیني هغه علماء چې عملا د اشغالګرو سره يې یوه نوعه معامله هم نوي راغلي ، د هغوی غدر او فریب نه پيږني ، د هغوی موخي او پلانونه ، نه وي ورته معلوم ، د هغوی د یوې ذرې وحشت او بربریت مشاهده يې نه وي کړې ، د هغوی ظلم او تيری يې په خپلو سترګو نه وي لیدلي ، یوازي د یو وړې او شخصي اداري تجربه لري ، نو ځکه باید په دې هکله د هیواد په سطحه علماء خبره وکړي ، او دا مسئله وڅیړي ، خپلو مسلمانانو وړڼو ته لار روښانه کړي .

بله خبره لا دا ده ، چې په دې موږ ټول پوهېږو ، چې یرغلګرو د مسلمانانو د صف د شندلو هر ممکنه کوښښ وکړ ، خو الله په هره لار کې له نا کامي سره مخ کړل ، نو که له شرعي زغیم څخه علاوه د افغانانو یوه ډله له امریکایانو سره صلح وکړي ، او نور ورسره په جنګ اخته وي ، په دې سره د مسلمانانو صف لا نور کمزوری کیږي ، نو ځکه موږ وایو : چې له امریکایانو سره صلح باید هغه څوک وکړي ، چې د هیواد شرعي زعیم وي ، په خپله هم امیر ، هم عالم او ورسره یو ستره عالي د مصلحو خلکو شورا لري .

که خدای مه کړه ، یو څوک داسي حکم صادر کړي ، چې په افغانستان کې له شرعي زغیم څخه علاوه ، له امریکایانو سره یوه وړه ډله هم د صلح وړتیا لري ، نو په دې کې به مو یقینا د یرغلګرو سره کومک او په لا شعوري کې به مو معنوي همکاري ورسره کړې وي .

2019-09-27

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x