
ډاکټر نجیب څوک ؤ؟!
زاهد خلیلي
نجیب د کابل طب پوهنتون د نسايي ولادي څانګې نه فارغ شوی و. ښه پوخ پرچمي او ورسره پښتني احساسات يې درلودل.
د چپي ايډيالوژۍ او سیاسي فعالیتونو لرلو له امله څو ځل بندي شوی. بیا چې د خلقي امین په مشرۍ پوځ راپاڅېد؛ نو دی په کې تهران ته سفیر ولېږل شو او امین چې د پرچميانو په شړلو پېل وکړ؛ نو نجیب له تهرانه یوګوسلاویا ته وتښتېده او د سفارت له خزانې يې سل زره ډالر هم له ځان سره یوړل.
له کارمل او نورو پرچمیانو سره یو ځای د شوروي پر ټانکونو سپور کابل ته راننوت. ورپسې د خاد استخباراتي ادارې رییس شو، دا چې څوک، څنګه او څومره يې وژلي، تاریخ خوندي کړي.
دا چې دی ولې شورویانو د حکومت مشر په توګه غوره کړ، لامل يې د ګورباچوف هغه پلان و، چې غوښتل يې پوځ له افغانستانه وباسي ځکه (انقلاب ضد او امپریالېزم افغانستان د ناسور په زخم بدل کړی و). د پوهاند کاکړ په وینا، شورویانو کارمل ته ویلي وو چې افغانستان کې انقلابي بنسټ نه شته، ته د افغانانو د اسلامي ارزښت درناوی وکړه، مخالفانو سره واک ووېشه او یاغیانو سره جوړه وکړه؛ خو کارمل نه منله او د شوروي پوځ پاتې کېدل يې غوښتل. کې،جي، بي نجیب ځکه د کارمل پر ځای غوره کړ چې د شورویانو نوی پروګرام يې منلی و او مهمه لا دا چې د شورویانو د اعتبار وړ ګرځېدلی و. خاد د نجیب په وخت کې داسې و، لکه د کې، جي، بي کومه څانګه چې وي (بندي کول، ترور، وژل، کړول).
پوهاند کاکړ زیاتوي، نجیب د رجیم (رژيم) په سروال کېدلو سره د ګورباچوف او شیواردنازي په سپارښتنه یو لړ سمونونه پېل کړل. مثلاً، هغه کمونیستي تمرینونه يې چې د خلقي رجیم او کارمل په وخت کې کول، پرې يې ښودل. ځان يې مسلمان وښود او د جومې لمونځونه يې په پل خیشتي کې اداء کول شروع کړل.
شورویانو د ده له راتګ وړاندې د پوځ په ایستلو فکر پېل کړی و. د ژینو خبرې هم روانې وې. کله چې يې ولیدل، نور به یې شورویان ملا و نه تړي؛ نو د ملي روغې جوړې کړنلاره يې د ۱۹۸۷ په جنورۍ کې اعلان کړه. جنرال لیاخوفسکي وايي، خلکو يې په خبره ځکه شک کاوه چې له دې وړاندې دوی یوزاې د زور نارې وهلې.
بیا چې کابل ته ملېشې ننوتې او کابل د سقوط په درشل کې و؛ نو له وطنه د تېښتې له پاره يې له اسلام اباده بینین سېوان راوغوښت. ډېر ګومان دادی چې نجیب به هند د تلو اراده درلوده، څو له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.
د نجیب ملاتړکونکي څوک دي؟
د نجیب ملاتړي څوک دي. ما چې څومره کتلي، درې ډوله خلک يې ملاتړ کوي.
1 – لومړی : هغه چې فکري-ګوندي ملګري يې پاتې شوي یا د دوی د کورنۍ غړي دي.
2 – دویم : یې هغه کسان دي چې د هېواد وروستۍ پېښې يې نه دي مطالعه کړي، خو په یوټيوب او ټولنیزو شبکو کې د نجیب لاس په لاس کېدونکې ويډيو ګانې ګوري چې نجیب په کې (ملي خبرې) کوي او دا د هغه وخت خبرې دي چې نجیب او حکومت يې نور د یوازېتوب او د سقوط په لور چټک ګامونه اخلي. دوی یوازې په همدې خبرو بسنه کوي.
3- درېيمه : ډله يې ما چې ليدلي زیاتره يې خپل قومیان (احمدزیان) یا د همغه سمت پښتانه دي. دا خبره د مشاهدې له مخې کوم.
دا چې داکتر نحيب چا وواژه، په دې اړه ډېرې خبرې شته او ډېر لیکل پرې شوي. خو دا خبره ، چې ډېره مشهوره ده او ځینې يې د واقعیت په توګه مني، بلکل ناسمه ده چې نجیب جي ایج کيو (پنډۍ) ته وړل شوی او هلته د ډیورنډ د نه لاسلیکولو له امله ووژل شو او بیا اریانا څلور لاره کې را وځړول شو.
ملا ضعیف په خپل وروستي کتاب کې مني چې نجیب د افغان طالبانو د وسله والو کسانو له لوري وژل شوی.
د افغانانو د شپېته زره ناخوالو تر څنګ یوه لویه ناخواله دا ده چی د فکری سترخوان تر ټولېدو وروسته ( چی د نېکه یا بده مرغه) هیڅوک پکی موړ نه سو او د هر فکری خوړونکی اشتها نېمګړې پاتی سوه او هغه چا چی لدې مختلفو سترخوانونو څخه لویه یا وړوکی ګوله پورته کړېده د خپل لجاجت له مخی ئې د همهغی ګولې ډېره برخه اوس هم په ستونی کی بنده ده او کله چی د یو ملی او پاک او نوی سترخوان خبره راپورته سی نو پر سترخوان د تسمئې په وخت کی ئې په ستونی کی د… نور لوستل »
حق او حق غوښتنه نه زړيږي او که څوک یې زړوي هغوی خیانت کوي له حقه تیرېدل خیانت دی او د مظلوم په نقصان دی !!
د عبرت په هدف یی لوستل او تحلیل بده نه ده تر سو پوه سو چی مشران مو سومره د چا او سنگه غولیدلی وه؟او کوم دضعف او قوت صفات یی لرل؟ تر سو په اینده کی یی له دوارو خخه د خپل اولس د شه خدمت او مدیریت په برخه کی کار واخلو.
بلی، دا تحلیل باید بی طرفه او پر صداقت بنا وی.
را نه هېر سوه چی د خپلی تبصرې په سر کی ولیکم:
( د پورته ښکلی لیکنی په تائید او ادامې) .
زمونږ د تېر جهاد یوازیني لاسته راوړنه همدا وه جې خاین نجیب د خپلو اعمالو سزا ولیده،،، کوم چې د خاینو جهادي مشرانو مسوولیت وو
که چیرته نجیب دشورویانو یا نورو بهرنیانو ملاتړی وای ولي هغوی له ده څخه ملاتړ ونکړ ولي یې هغه شوروي یا کوم بل هیواد ته دتلو اجازه ورنکړه ؟
اوبل داچې ولي دپاکستان دجنرالونو په شتون ووژل شو هغوی ولي غوښتل چې نجیب ووژل شي
پښتنې شايد ستاسو عمر هومره نه وي چې خاين نجيب کماحقه وپېژنی، که تاسو ته اتل هم بريښي ستلسو ګناه نه ده ځکه د امريکايي يرغل لاندې شغالي محيط کې سپين ته تور او تور ته سپين ويل کيژي، زمونږ او تاسو ماشومان زمونږ په ناخبری کې احمدشاه مسعود په شان خاينې څېرې ته د اتل په سترګه ګوري،،، او داسې نور نجيب د شورويانو پلوی نه بلکه مزدور يې وو د شورويانو له ماتې سره يې خپل مزدور تو کړ لکه کرزی چې امريکايانو تو کړ او يا سبا غني او عبدالله د طالبانو حساب ته پرېږدي. نجيب د… نور لوستل »
جوړ تازه.
پښتنه ته.
بیلکل صحی پوښتنی.اوس وخت کی خو د طالیبانو مشران شپه ورځ کرملین کی ناست وی.مسکو کی هسکه غاړه چکری وهی.
نو طالیبانو ته روس سره پټ پټونی روا دی.نجیب ته نا روا وه.
بل دا چه د غنی پټ پټونی امریکا سره کفر دی.او د طالیبانو پټ پټونی د چین،روسیه سره پاک صفا حلال دی.
نجیب نور دشورویانو په درد نه خوړ ، شورویانو د نظار شورا تقویه کړه او هغوی نجیب له میدان هوایې څخه را وګرزاوه او نجیب د ملل متحد دفتر ته پناه ایوړه او هلته پروت وو تر څو چې طالبانو ورته خپله جزا ور کړه ! نجیب ډیر بد اخلاقه فاسد انسان وو !
مونږ خو هغه وخت د پاکستان جنرالان ندي لیدلي خو اوس امریکایې عساکر د افغانانو له ناموس سره ددیموکراسي په نوم خپلې ډوسې وهي !!
شرقی یا غربی استعمار دوستی او دشمنی د هغوی په استعماری ګټو پوری تړلی ده. ښه مثالونه د امریکا ګوډاکی رضا شاه او یا د شوروی ګوداګی نجیب وو چه هیواد کی له پناه ورکولو هم ډډه وکړه.
زمونږ ځینی پوښتنه هم داسی کوی چه څوک یی نه وینی . وایی په خره چه لیوه راشی سترګی له دی امله پټوی چه دی څوک نه وینی نور به هم دا نه وینی . په دی دول پشتنو د نجیب د دوه میلونو افغانانو شهادت پټوی چه نجیب د جا جاسوس او غلام نه وو ؟
نجیب د راز او د پټو معاملاتو خزانه وه. شورای نظار هم هغه له ځانه سره پنجشیر ته انتقال نکړ ځکه چی هغوی پوهیدل چی طالبان یی وژنی او باید ووژل شی. د هغوی رازونه، خپله د شورویانو، د مجاهدینو پروتوکلونه، له نجیب د روسانو له KGB سره د بی نظیری ناکامی حملی، د سرحدی ولایاتو د قومادانانو تعهدونه له آی اس آی سره او خپله د نجیب درایت او حکومتداری او استقلالیت سبب د دی شو چی نجیب باید ووژل شی. زه داسی فکر کوم. نه د نجیب د حکومت سړی وم او نه می هم نورو حکومتونو سره… نور لوستل »
د افغانانو دا عادت دی چې هر وخت په مبهماتو کې لګیا او کیفي خبرې کوي چې په خلاصون یې په خپله هم نه پو هیږي ! ډیر افغانان حقیقت پټوي په چا وېیلو خپل وخت تېروي چې دټولنې دزوال او لودګي سبب ګرزي :
نجیب په کوم راز پوهیده ؟ کله چې د خاد امر وو په زرګونو انسانان یې له تیغه تیر کړل ! هو دایې یو پټ راز دی چې واقعي شمیر یې نجیب ته مالوم وو !
نور ټول کارونه هم اولس او هم نړۍ ته مالوم دي چې څه تیر شول او څه تیریږي !
خبرې د نه اقتصادي بڼه لري نه سیاسي خوشې لودګي په طاقت د څلورو دي ! نه منطق لري نه سیاسي روابط او نه کومه نتيجه ورکوي ! خوشې چاوېلې مونږ اورېدې او مونږ یې بي فکره تکرار ه وو ، خو په نتیجه یې نه پوهیږو ، له یوو لوده قاطل نه زمری جوړه وو ! په داسې نبوغ او فکر افغانستان مخته نشي تلی !!
نجیب دبیوزلو افغانانو دزورونی لوی مجرم وه څکهافغانان دنجیب له لاسه پاکستان ته مهاجرشول او چی څوک یی ونیول تر نن ورک ده ښځی یی تر نن خپل خاوندانو ته انتظار ده هی هی هی
الله پاک په زرونو غوره گواه دی ، په اسلام کی د ظاهر په اساس قضاوت کیگی ، باطن یوازی الله پاک ته معلوم دی ، د نجیب تیری کرنی د نفرت ور دی اما وروستی خبری او اقدامات یی بد نه ول او باید یادونه وکرم چی زه نه د قومیت ، نه د نجیب د ودیویی خبرو پر بنیاد او نه د کوم بل عامل له مخی وایم او د هغه نه وروسته مسلمان نما مسلمانانو کرنو نه یی وروستی کرنی ستایم .
اللهم غفرلنا والرحمنا