بې غیرته کودتا

بشیراحمدالحنفي

د ډېره وخته مي دا موضوع ته فکر وو، چي باید یوڅو کرښي ولیکم، ترڅو مي ملت ته د ازادۍ، او د تاریخ لوستلو شعور ورکړم.

انسان په طبیعي ډول، د ازادۍ او منصب شوقي دی، که مونږ او تاسي د بشریت تاریخ مطالعه کړو، نو ډیري پیښي او جګړې د منصب او چوکۍ لپاره سوي، حتی د اسلام تر ظهور وروسته هم په ځینو خلافتو کي لوې جګړې د همدغه منصب او زعامت پر سر وسوې، چي په نتیجه کې لکونه انسانانو خپل ژوند قربان کړو.

که د اروپا تیر او اوس تاریخ ته ځغلنده کتنه وکړو، لمړی او دوهمه نړیواله جګړه هم ددغه چوکۍ او منصب لپاره وه، او همدا اوس هم د نړۍ ټول کشمش د خپل ځان د زعامت پېاوړي، ثابت کولو لپاره دی.

یوه خبره ډېره ضروري ده چي په طول د تاریخ انساني کي هري جګړې خپل نوم لری، چاچي چاړه په لاس کي وه هغه ځانته نوم لری، څوک چي وژل کیدی هغه ځانته نوم لری.

عموما پدا ډول جګړو کي د دین د نوم څخه استفاده کېدل. مثلا: هیټلر دا فکر کوی چي عیسویت تر یهودیت بهتر دی، ځکه یې یهود په میلیونو ووژل، همدارنګه تر نن تاریخ پوري تقریبا لس غټي جګړې نښتي چي ټولي صلیبي جګړې وې او د دین د ادرسه وې.

کله چي بیا شوروې اتحاد د مارکس او لیلن نظریه خپله کړه، هغوی هم د مال او چوکۍ د هوس په نیت د ملتونو ویني پر سړکونو توی کړې.

حتی تر داسي حده په اورپا کي جګړې دومره زیاتي سوې، چي د درېدو لاري چاري هم ورسره ورکي سوې، آن تر دې چي بیا د نیشنلیزم د مفکورې طرحه وړاندي سوه، ترڅو د جګړو شدت ختم سي، که څه هم طرحه بریالې نه وه، خو بیاهم شدت د جګړو یوه اندازه ورسره کم سو.

پورتنیو جګړو ډیر بد آثار په ټولونو کي وزېږول د خلکو ترمنځ یې نفرتونه ایجاد کړل، کرکې وزېږولې، عموما انسانانو ته یې جګړیزه او وحشي مفکوره ورکړه.

افغانستان یو له همدغو جګړه ځپلو په قطار کي یو هیواد دی، چي په تیرو پیړیو کي د بلا غټو جګړو شاهد وو، څو ځله انګریز راغلو او دا هیواد یې یرغل کړ، خو بیا دا غیرتمند قوم خپل مقاومت وکړ، او د انګریز ککرۍ یې د خاورو سره خاوري کړې.

ګرانه لوستونکې!

زه به نوري ډیري پړپړې نه درته لیکم ترڅو دي خسته نکړم.
راځو د افغانستان جګړو ته لږ تم کیږو.

د افغانستان جګړې هم په تاریخ کي بېساري وې، او د مختلفو ادرسونو نه دلته خلګ جګړو ته هڅول کېدل او په نتیجه کې یې قرباني عام ولس وو، خو اصلي خونخواره د چوکۍ او منصب او زعامت وږي وه.

په افغانستان کي تر ټولو بد او تور تاریخ هغه ورځ وه، په کومه ورځ چي د دې هیواد یو جوړ نظام د خلقیانو د کودتا ښکار سو.

داخو ښکاره وه چي د وخت نظام به له ستونزو ډک وو لکه څنګه چي هر نظام او حکومت ستونزي لري.

خود به فقر وو، غربت وو. خو منتهی د نړۍ یو باثباته او با امنه هیواد وو.

دا کودتا عادي کودتا نه وه، دې کودتا دلته دومره نفرتونه او وحشتونه وزېږول چي لا تر اوسه افغانان له بده مرغه همدغه تریخ غړپونه څکي.

دې کودتا بربریت ته یې لاره خلاصه کړه،

د چوکۍ او منصب وږو پرديپالو د ملت وینه توی کړه، نه یې نظام جوړ کړ، نه یې امن او سوکالي راویستل، او نه یې هم د هیواد اقتصاد جوړ کړ.

د دې پرلپسې کودتا نتایج داسوه چي دلته د نړۍ خونکاره، ظالم، وحشي قوت داهیواد اشغال کړ، هغه شوروي اتحاد چي د لیلن او مارکس د نظرې حامل وو او غوښتل یې چي د همدغه مفکورو په درلودلو پر نړۍ خپل وحشت ته دوام ورکړي ..

دې اشغال د جګړو ترڅنګ دلته په داخل کي خپل مزدوران هم پیدا کړه، چي د خپل بادار په امر یې دلته لکونه انسان تیغ کړه.

خو لله الحمد د همدغه غیور او باشهامته، قهرمان ملت په مټ او د الله تعالی په نصرت اشغالګرو دلته ماته وخوړل، او پرګونډو سوه.

یوه خبره دلته ضروري ګڼم چي همیش اشغال خپل محصول په هغه هیواد کي خامخاپرېږدي، ځکه د اشغال د اساسي اهدافو څخه یو دادی چي په فکري، او کلتوري جامو کي خلک استخداموي.

نو د شوروي د اتحاد د ماتي سره سم، دهغوی زېږنده دلته ختمه نسوه، بلکي د دوی په شیان خونخواره یې دلته پرېښودل چي د چوکۍ او زعامت لپاره دوی هم د زرګونو افغانانو وینه توی کړه.

نن همغه کودتاچیان، خلقیان، کمونسټان چي جوړ سیستم او نظام یې له منځه یووړ، د خپل منصب د ساتلو په خاطر یې خپل ولس په ډېره بې رحمۍ سره ووژی، محبسونه او هدیرې یې په ډکي کړې. کله به یې د پنجاپ په نوم ولس تیغ کړ، او کله به یې د اسلام په نوم خلک تر خاورو لاندي کړه.

دوی نن ځانونه د همدغه هیواد ساتونکي ګڼې، پر غریب، بیچاره ولس یې خپل دغه ګیدړان په اتلانو تېر کړل، د بوتلانو څخه یې اتلان جوړ کړل.

دا خلک هیڅکله د هغو کونډو میندو له ذهنونو ندي وتلي چي د خاوند، پلار، زوی قبرونه یې لاورک دي، هډوکې یې سپو وخوړل.

دا وحشتناکه څېرې چي په لکونو بې ګناه افغانان یې د پنجاپ او ملا،سید عالم، خان په نوم ووژل او ککرۍ ورڅخه غوڅي کړې د خلکو په سرونو کې میخونه ټک وهل دوی ټول په تاریخ کي ثبت دي.

مونږ باید تاریخ دروغجن نه کړو، مونږ باید ملتونه ونه غولو، مونږ باید خپلو بچیانو ته دروغ ونه وایو.

دوی باید خپل وحشتونه د نیشنلیزم او وطن دوستۍ په جامه کي پټ نکړي، دوی هیڅکله د پښتونیزم تر عنوان لاندي
خپله کاذبه دعوه نسي ثابتولی، تاریخ پر دوی شاهیدي ورکوي

د تاریخ پاڼي هیڅ نه پاکیږي. ترڅو چي ددې وطن ریښتني ساتونکي او اصلي بچیان موجود وي دا هیواد به ساتي.

جامعة الأزهر
مصر قاهره سهار ۴:۴۰
2019/9/27

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

تر څو چی تاسو غوندی ليکوالان لرو هيڅکله به د تاريخ پاڼی پټی نشی . ان شاءالله