ادبي لیکني

وزیر گل او دیموکراسي

حفيظ الدين پيززاده

پرون یې راته د خپل زوی جنت گل له تیلفون څخه پیغام پرې ایښی و چې زنگ ور ووھم.
زہ اوزگار وم نو ټیلفون مې ور وکړ‎، له سلام دعا پس یې راته کړ‎ل:
ھلکه! ته خو ھم دا ډیرہ مودہ وشوہ په غرب کې اوسیږ‎ې او دیموکراسۍ والاو ته ځان خورئي خورئي کوې، ما ویل له تا څخه به پوښتنه وکړ‎م که ځواب یې راته ووایې!!
ما ورته وویل: وزیر گله بچو! ستا تر ټولو بد عادت ھمدا دی چې پوښتنه ھم کوې او سړ‎ی توھینوې ھم!
دا خراب عادت دې لیرې کړ‎ہ!
پوښتنه دې کوہ!
راته کړ‎ل یې: دیموکراسي څه ته وایي؟ تعریف یې څه دی؟
ما ورته کړ‎ل: موږ‎ خو دا خبرې ټول عمر له تا څخه زدہ کړ‎ي، ته چې اوس زما څخه پوښتنه کوې، ښکاري اوړ‎و کې دې شگه دہ!!
ته خپله راته ووایه! دیموکراسي څه ته وایي؟
ھغه راته وویل: دیموکراسي د اکثریت په خوښه راغلي حکومت ته وایي چې د اکثریت د خوښې اطلاق به پر ھغه کاندید کیږ‎ي چې د ټولو رایو پنځوس جمع یو پورہ کړ‎ي.
ما وویل: ھو نو ستونزہ څه دہ؟
ھغه راته کړ‎ل: که یو ھیواد دیرش میلونه وگړ‎ي ولري او د ھغوی له جملې څخه اته میلونه یې رایه ورکړ‎ي نو اته میلونه خو د دیرش میلونه پنځوس جمع یو نه دی!!!
نو څرنگ د اکثریت په خوښه حکومت شو؟!!
ما ورته وویل: زہ نور نه پوھیږ‎م خو د سیکولرانو رښتیني بابا د انگریز پخواني صدراعظم چرچل خپل پارلمان ته په خطاب کې ویلي و؛ Democracy is the worst form of government
یانې دیموکراسي د حکومتونو تر ټولو خراب شکل دی!

ھغه راته بیا وویل: که فرض کړ‎و درې کاندیدان وي، لومړ‎ی کاندید دوہ نیم میلونه رایې واخلي، او دویم ھم دوہ نیم میلونه او دریم درې میلونه نو وروستنی له درې میلونه رایو سرہ بریالی اعلانیږ‎ي!
اوس دلته خو ھم درې میلونه د اته میلونه پنځوس جمع یو نه تشکیلوي؟!!!
ما وویل: نه!
راته کړ‎ل یې نو اوس ځواب راکړ‎ہ چې دیموکراسي څرنگ د اکثریت په خوښه حکومت شو؟!!!

ما ورته کړ‎ل: گورہ وزیر گل برادرہ! نه خو ته ھغه سور جرابی ژورنالست یې او نه زہ د نړ‎ۍ دویم لاس متفکر چې درته ووایم: مشکل شما چیست؟!

بھترہ به وي زہ ستا پوښتنه په لیکلې بڼه نشر کړ‎م، کیدای شي کوم ځوان یې معقول ځواب ووایي!!

نور مې له وزیر گل سرہ د تیلفون په لیکه خدای پاماني وکړ‎ہ.
ھیله دہ ملگري مې وزیر گل بینوا پرې نه ږ‎دي او پوښتنې ته یې منطقي ځواب ورکړ‎ي!
نو دوستانو!
ھغه د مفکر صیب خبرہ: دا گز او دا میدان!!!
_______________

حفیظ الدین پیرزادہ
د سپتمبر ۲۶/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x