نظــر

په انتخاباتو کې ګدون، سولې سره د دشمني په مانا ده !

دوکتور محمد عثمان تره کي

وسله وال مقاومت په اشغال او جګړه ایزو شرایطو کې انتخابات د بلواکي د بنستونو د تینګښت لاسوند ګني او هغه د دیماګوژي او کاذب مشروعیت په توګه تحریموي. خو بهرنیو ځواکونو تاکنو، نظام ته د مشروعیت ورکولو د وسیلې په حیث او د خپله حاکمانه حضور ( په واقعیت کې ناقانونه ) د توجیه یوه حیاتي اړتیأ په حیث پیږني چه باید هرومرو ترسره شي.

بناً انتخابات د جګړې له لورې د سیاسي تقابل په وسله بدله شوېده چه په ترڅ کې یې طالبان د یوه اعلامیي له مخې د راي ورکوونکو نه په کې د نه ګدون غوښتنه شویده.

حالت هغه وخت لا پیچلې کیږي چه افغانستان د دوه متقابل مشروعیت د جوړیدو په درشل کې قرار لري‎: کابل اداره د نا امني او بهرني اشغال سره سره، تاکنو د مشروعیت د تر لاسه کولو په موخه کاروي . طالبان د کابل ادارې په وړاندې د « دوفکتو » مشروعیت د لرلو دعوا کوي، ځکه چه : د سیمې هیوادونه دیته حاضر شوې چه د مقاومت برحقې داعیې وپیږني او طالبانو ته د ملي واکمني د مدافع په توګه د سیمې په ستراتژیکه معادله کې ځاي ورکړي.

خبره دیته رسیدلې چه د طالبانو ماتي سیمې هیوادونو ته د امریکا او ملګرو یې د بالقوه خطر د حالت د زیږیدو په توګه وشمیرل شي.

اوسمهال تولو ته مالومه ده چه کابل اداره، انتخابات د سولې ضد توطئې او د جګړې د دوام د لاسوند په توګه کاروي. کابل اداره په موجودو شرایطو کې غواړي د انتخاباتو له لارې د شته لاسپوسې نظام، واکمنې وغزوي. د بهرني ځواکونو ناقانونه حضور ته د شته امیتي تړون له لارې، کاذب مشروعیت وروبښي او د افغانستان په د ننه جګړې او ژنوساید ته ادامه ورکړي.

خو زموږ پیغام د دیموکراسي صادر کونکو هیوادونو ته دا دي چه تاکنو د هژمونیزم، نسل وږنه، تیري، ظلم او زورآزموینې سره نه جوړیږي.

بناً په انتخاباتو کې ګدون د بهرنیانو د ناقانون حضور، نا امني او جګړې سره د دوام په مانا ده.
« پاي »

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د پورته لیکنی همدا لومړنۍ درې کرښی د نوری ټولی لیکنی ترجمانی کوی او لومړنۍ درې کرښی هم د واقعیت خلاف دی او هم د حقیقت خلاف دی او هم د علمیت خلاف دی.نور تفصیل ته اړتیا نسته.

جميل

خيرونه مو په نصيب شه محترم تره کي صاحب ، ستاسو نيکی مشوری موءثری تماميږی .

گل محمد نوری

دا لیکنی ټول هغه کسان لیکی لکه چاته چی ګلبدین لیکلی، دا خبره ځکه کوم یوه ورځ رسانی ترینه پوښتنه وکړ چی څومره کتابونه د لیکلی نو حکمتیار جناب ورته نومونه قطار کړل تا به ویل چی بی له کتاب لیکلو ده په پاکستان کی بل کار نه درلوده یا چی دی وایی ما په جهاد برخه اخیسته دروغ دی ځکه یا سنګر ته تللی هیڅ کتاب دی نده لیکلی یا که کتاب دی لیکلی یی نو بیا سنګر ته تګ دی دروغ دی چی همغه خبره بیا کوم چی کیدای شی دا لیکنی یو څوک مخکی له مخکی لیکی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x