مرکې

عبدالرحیم ثاقب: ټاکنې بهرنۍ پروسه ده، افغاني مصالح ورکې ځای نه لري / مرکه

درنو لوستونکو!

د نن ټکی آسیا د مرکو په سلسله کې مو دا ځل له سیاسي شنونکي او لیکوال عبدالرحیم ‎(ثاقب) سره د ټاکنو او هیواد د وروستیو تحولاتو په اړه مرکه کړې چې لوستلو ته یې ستاسو پام را ګرځوو.

پوښتنه : د تلې شپږمه د ټاکنو لپاره وروستۍ نیټه ټاکل شوې ، د هیواد روان وضعیت ته په کتو سره دا ټاکنې څومره د افغان ولس په ګټه بولئ ؟

ځواب: ټاکنې د ولسواکي او د ولس په خوښه د نظام جوړونې هغه سلمي وسیله ده چې د نړۍ هیوادونه د هغې له لارې خپل برخلیک ټاکي او د نظام جوړولو اړونده ستونزې پري هوار وي.

د نظام جوړول نسبت ژوند کولو ته یو ثانوي امر دی خو په افغانستان غوندې هیواد کې چې له ولس څخه یې اصلا د خپلواک ژوند حق سلب کړل شوی ، هغوی ته به د آزادو رأیو کارولو حق څوک ور کړي؟

د افغانستان دټاکنو د قانون دوهمه ماده وايي (( انتخابات از طریق رای آزاد ، عمومی ، سری و مستقیم صورت می گیرد )) خو كه د دغې مادې په رڼاکې یادو ټاکنو ته وکتل شي نو وبه لیدل شي چې د یادې مادې هر ټکی د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي او پر ناسموالي یې حکم کوي.

بناء د تلې د شپږمې ټاکنې د دې په ځای چې د ولس د ستونزو د هواري تمه تري وشي، د اشغال د حاکمیت ټینګولو د وسیلې په توګه ترې کار اخیستل کیږي، دا پروسه په ټوله کې بهرنۍ پروسه ده ، او د افغانانو هیڅ مصلحت ورکې نه دی ځای شوی.

ځکه افغانانو په تیرو (۱۹) کلونو کې (۳) ځلې دغه ډول تقلبي ټاکنې تجربه کړې چې هر ځل یې تر بل بتر او وروستۍ پایله یې د ملی یووالي حکومت دی چې د اساسي قانون خلاف د جانکیرې تر وصایت لاندې جوړ او د پنځو کلونو لپاره یې داسې عناصر پر ولس وتپل چې امریکایان یې د یوې ورځې لپاره خپل هیواد ته ورتګ د خپلو قوانینو توهین بولي، ځکه خو یې له ولسمشره نیولې د هغه تر لومړي مرستیال او د ملي امنیت تر مشاور پوري ټول د جنګي مجرمینو او قانون ماتوونکو په توګه امریکا ته ممنوع الدخول ګرځولي دي.

د اوسنیو ټاکنو کاندیدان هماغه تجربه شوي عناصر دي چې افغانان یې د بیا حاکمیدلو هیڅ زغم نه لري.

پوښتنه: نو دا چې ټاکنې د افغانانو درد نشي دوا کولای بدیله لاره څه ده؟ څه باید وشي چې مونږ یو ټولمنلی نظام ولر او ولس مو د جګړو له شره وژغورل شي؟

ځواب : باید د افغانانو د خود ارادیت خیال وساتل شي ، دا چې د اشغال په ګټه په ټاکنو کې د افغانانو رایه معتبره ګڼل کیږي ، د اشغال په پایته رسیدو کې دې هم د هغو نظر او رايي ته اعتبار ورکړل شي او د هیواد د اکثریت غوښتنې له مخې دي بهرنی اشغال پایته ورسیږي.

پر دې خو خپله بهرنیان هم اعتراف لري چې نیمايي افغانستان د کابل حکومت له ولکې بهر دی ، نو په هغه نیمايي هیواد کې چې خلګ یې حکومت ته د رایې ورکولو په ځای د هغوي په مقابل کې په سنګرونو کې ناست دي، په دې ټاکنو کې د هغوی لپاره څه پام کې نیول شوی؟ هیڅ!

لهذا لومړی باید بهرنی اشغال د هیواد د بي ثباتي د عامل په توګه پایته ورسیږي، ټول ولس ته په خپلواکه توګه د رأیې کارولو حق ارجاع شي او بیا ورکې د نظام جوړولو لپاره مشروعې ټاکنې تر سره شي.

د اشغال خاتمه یواځې د طالبانو غوښتنه نه؛ بلکې د ټول ولس او حتی د ټاکنیزو کاندیدانو غوښتنه هم ده، نو هرڅوک چې د دغو ټاکنو حمایت کوي او په افغانستان کې د وینو توییدو مخنوی غواړي هغوی باید د واقعیت په درک کولو سره د دغه ډول ملي پروسو په اړه د افغان ولس اجماع په پام کې ولري.

پوښتنه: امریکایان په افغانستان کې خپل شتون اشغال نه ؛ بلکې دامنیت تأمین او ګډوډي له منځه وړل توجیه کوي، که نن هغوی له افغانستانه ووزي تاسو څومره ډاډه یاست چې دلته به بیا د نوي یمو کلونو سناریو نه تکراریږي؟

ځواب: دا پوښتنه به هغه وخت مطرح وه چې بهرنیانو عملا هم دلته امنیت تأمین کړی او ګډوډي له منځه وړې وای، اوس خو خپله د همدې بهرنیانو په اعتراف افغانستان په نا امني، اداري فساد، نشه یې توکو ، بشري حقونو په نقضولو او ټولو مفاسدو کې لومړی مقام لري.

د برحاله حکومتي چارواکو د څرګندونو له مخې هره ورځ (۳۰۰) افغانان په جګړو او مختلفو نا امنیو کې وژل کیږي.

په پنځو کلونو کې د امنیت د ټینګښت په پلمه (۴۵۰۰۰) امنیتي سرتیري ووژل شول ، خو د امنیت حال دادی چې ارګوال د ارګ په مسجد کې د بد معاشي او ګډوډي د مخنیوی توان نه لري، ارضي تمامیت مو دومره سکڼل شوی چې ګاوندیانو مو له صفرې نقطې څخه په سلګونو کیلو متره را اوښتلو سره د خپل هیواد په خاوره کې راته ازغن تارونه ولګول.

بهرنیان د دفاع وزارت رسمي تشکیلات او جُزوتامونه بمباروي خو حکومت یې په مقابل کې د هیڅ ویلو او کولو جرئت نه لري، هره ورځ بمبار، هره ورځ شپني عملیات او هره ورځ د عام وژنې فاجعې دي چې د موسی کلا وروستۍ هغه یې یوه بیلګه ده.

زه نه پوهیږم چې بهرنیانو په افغانستان کې کوم امنیت تأمین او ګډوډي له منځه وړې چې په وتلو سره یې هغه له منځه ولاړه شي؟

پوښتنه : طالبان او امریکایان د لس میاشتنیو مذاکراتو په ترڅ کې د اشغال د خاتمې هوکړې ته سره نیږدي شوي وو ، خو د هغې د مسودې د لاسلیکولو په حال کې امریکايي ولسمشر تري په شاسو ، ستاسي په نظر د ټرمپ د پرشاکیدو لامل څه دی؟

ځواب: په دې اړه خو طالب مذاکراتي چارواکو په خپلو مرکو کې تفصیلي وضاحت کړی، زما له شخصی نظره د مذاکراتو له هوکړې د ټرمپ د پرشاکیدو لامل دری شیان دي:

لومړی: له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه په امریکا کې د تصمیم نیونې مراجعو (سپینې ماڼۍ، کانګریس، پنټاګان او سي آی اي) ترمنځ نه همغږي.

دوهم: د ډیرو دغسي مواردو په اړه د امریکا په لیډرشیف کې د عهد شکني کلتور حاکمیت.

دریم: د مذاکراتو له لغو کولو څخه د یوه تکتیک په توګه د طالبانو پر خلاف ابزاري استفاده کول.

پوښتنه: د ټرمپ له دې پرشاکیدو څخه متضرر څوک دي، طالبان که امریکایان؟

ځواب:زما په نظر له دې اقدام څخه ډیر متضرر خپله امریکایان دی نه طالبان ، ځکه له طالبانو سره د امریکایانو مذاکرات د امریکايي مجبوریت له مخې پیل شوي و،نه له طالبانو سره د احسان له امله.

امریکا له طالبانو سره د یوې داسې اوږدې ناکامې جګړې په سرخوږي اخته ده چې تر اوسه یې ور کې ډیر درانه ځاني او مالي تاوانونه لیدلې، هغوی نه له دې جګړې ځان ایستلی شي او نه ورکې د بري چانس لري،او په داسې حال کې چې دا جګړه نوره یواځې امریکایانو ته پاتې کیږي خامخا به یې د ځانې او مالي تلفاتو ګراف نور هم لوړیږي.

نړوال شاهد دي چې امریکایانو له دې تاواني جګړې څخه د ځان خلاصولو په غرض له (۲۰۱۳م) کال راهیسي د ناروي، جرمني او ځیني نورو هیوادونو په منځګړیتوب له طالبانو سره د مستقیمو او غیر مستقیمو خبرو هڅې پیل کړي وې.

د افغانستان د سریښو له ډنډ څخه هماغه امریکايي مجبوریت اوس هم پرځای ؛ بلکې لا ډیر شوی دی ؛ ځکه طالبان په پوځي لحاظ اوس د جګړې له نویو تکتیکونو سره بلد شوي ، او په سیاسي لحاظ یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مهمو غړیو سیاسي حمایت تر لاسه کړی، چې له امله یې په علني ډول د سیمي له هیوادنو سره روابط غښتلی شوي، اما د طالبانو برعکس جنرال سکاټ میلر د طالبانو د بریدونو له ډاره د ناټو له قومندانۍ د امریکا تر سفارته د پلي تګ جرئت نشي کولی ، همدا اوس له طالبانو سره امریکايي او د امریکا په ایتلاف کې شاملو هیوادنو اتباع اسیران دي چې امریکایان یې له خپل ټول پوځي ، تخنیکي او امنیتي تلاش سره په ژغورلو کې پاتې راغلی چې دا په پوځي ، سیاسي او تبلیغاتي لحاظ د هغې امریکا لپاره چې ځان د نړۍ واکمنه بولې ډیره ځوروونکې خبره ده.

همدغو وجوهاتو امریکایان پخوا هم له طالبانو سره خبرو ته مجوره کړي او اوس به یې بیاهم حتما مجبوروي.

له امریکایانو سره د خبرو میز ته د طالبانو حاضریدل د امریکا د څوکلن تلاش او بیا د افغانستان لپاره د بهرنیو چارو وزارت د خاص استازي د لس میاشتني کوښښ محصول دی چې تر ډیره پوري یې امریکایانو ته له دغې ناکامې جګړې څخه د وتلو ممکنه لاره مساعده کړې وه.

ټرمپ چې په دغسي لا پروايي سره د یوه ټویټ په وسیله د امریکایانو او د هغوی د وسطاوو د کلونو زیار ضایع کړ ممکن دا موقتا په تبلغاتي لحاظ د جنګ خوښو امریکایانو لپاره د بالادستي یو نمایش وبلل شي خو که امریکایان د خپل مجبوریت پر اساس بیا ځلې له طالبانو سره د مذاکراتو هڅه کوي د ټرمپ دې عجولانه هڅې د طرفینو ترمنځ د باور جوړونې فضاء سخته متضرره کړې ده.

ټرمپ په دې اقدام سره خپل نړیوال منځګړي (ناروي، جرمني، اندونیزیا او قطر ) هم داسې پرځان بي باوره کړل چې بیاځلي به مشکل وي چې هغوی د طالب ـ امریکا ترمنځ وساطت ته زړه ښه کړي .

طالبانو له امریکایانو سره پیل کړي مذاکرات د یوه ملي او اخلاقي مسؤلیت له مخې پرمخ بیول نه د امریکایانو په څیر د یوه جنګي مجبوریت په توګه، خو ټرمپ چې د خپل ولس مجبوریت ته په نه اعتناء سره یاد مذاکرات تحریم کړل په دې سره یې خپل امریکايي پوځیان د ډیر وخت لپاره د افغانستان د جګړې په سوځوونکې اور کې پاتې کړل.

پای.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

له ثاقب صاحب څخه ټولی پوښتنی د سولی او ټاکنو په اړه شوی مګر دا ترینه ونه پوښتل شول چی نهه پړاو خبری او غونډی وشوی مګر طالبانو تر ننه پوری ولس ته وضاحت ورنکړ او نه یی ورکوی، کچیری دا لغوه کول د امریکا پر زیان وی نو ولی طالبانو سیاسی ویاند شاهین وایی چی موږ توافق ته ژمن یو او اوربند کولو ته هم حاضر یو او له بین الافغانی خبرو ته هم لیواله او حاضر یو. را به شو دیته چی دا دی خبرو او بحث پرمختګونه ولی له ولسه پټ ساتل شوی او بیا پاکستان وخت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close