ځانګړي راپورونه

ولسمشريزې ټاکنې که د ګډ حکومت د ناکامې تجربې تکرار

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ تله، ۱۳۹۸ل): له ډېرو منډو ترړو، تورونو، ادعاوو او شعارونو وروسته بالاخره نن شنبه د تلې په شپږمه نېټه د سختو امنيتي ګواښونو او جنجالي پایلو په تمه ولسمشريزې ټاکنې ترسره کيږي، خو د ټاکنو کميسيون تر اوسه دا نه دي ويلي، چې په دې ټاکنو کې به څومره کسان ګډون وکړي.

له واکمن نوماند اشرف غني پرته نور نوماندان، سياسي ګوندونه، د ټاکنو د څار بنسټونه او بهرني سفارتونو د رڼو ټاکنو هيلې نه لري او لامل يې هم د بايو ميټريک سيسټم کمزوري، د ګډ حکومت د چارواکو لاسوهنې، د طالبانو له لوري د تکراري خبرداريو له امله د امنيتي ګواښونو کچه د پخوا په پرتله څو برابره لوړه ده.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي سربېره د هېواد ډېری مخور سياستوال روانې ټاکنې هېواد کې د ګډوډۍ او تاوتريخوالي د زياتېدو او د سولې د شته فرصتونو د له منځه وړلو لامل بولي.

د امریکا سفارت د ولسمشريزو ټاکنو په روڼوالي او امنيت اندېښنې ښودلي او د نورو نوماندانو په حواله يې ويلي، چې ځينې نوماندان له دولتي امکاناتو ګټه پورته کوي او په ظاهره يې اشاره د ګډ حکومت مشر اشرف غني ته ده.

د امریکا سفارت ويلي، که وضعيت همداسې روان وي، ښايي د ټاکنو پایلې جنجالي شي او څوک به يې منلو ډېر قایل هم نشي.

ژورنالېست او د چارو کارپوه زبیر شفيقي وايي، امریکا او ډېری سياستوال د روان وضعيت په اړه اندېښمن دي، نو ښکاره خبره ده، چې د ټاکنو پایلې به جنجالي وي، وضعيت به ښايي تر دې هم ترينګلی شي او دا هم ممکن ده، چې بهرنيان تر پخوا زياته مداخله وکړي او د خلکو د شته نيمګړو هيلو پر خلاف داسې حکومتي جوړښت رامنځته کړي، چې ولس ته به د منلو وړ نه وي، خو سياستوال به يې د خپلو ګټو لپاره ومني.

په ظاهره اوس هم داسې ښکاري، چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشريزو ټاکنو زړه تجربه تکراريږي او ښايي افغانستان تر هغې بد حالت سره مخ شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د چارو شنونکي شهزاده مسعود، ډاکټر احمد ويس وردګ، ډاکټر روستار تره‌ کی د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند او لسګونو نورو سياستوالو او کارپوهانو ننننۍ ټاکنې د هېواد د ګډوډۍ او د سولې په دښمنۍ تعبیر کړي، خو حکومتي چارواکي په زرغرده وايي، چې ټاکنې تر سولې غوره دي او د ټاکنو پلويان يې د طالبانو په پلوۍ تورن کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

لمړی : د الهی او دموکراسی ( شیطانی ) نظامو ټاکنی یوله بله سره روا او ناروا توپیر لری کابل کی اوسنی ټاکنی ناروا ټاکنی دی.

دوهم : اشغال شوی او مستعمره هیواد کی ټاکنی د هغه هیواد پر مظلوم اولس سرباری توهین دی.

دریم: ځینی وایی چه امریکا اندیښنه لری په داسی حال کی چه دغه ګډ وډی، درغلی او بی نظمی د امریکا پلانونه او غوشتنه ده د همدی د پاره یی ورته بودیجه ځانګړی کړی چه چاته څومره او جاته څومره رشوت ورکړی شی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x