ورزش

د افغانستان کرېکټ بورډ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی وټاکه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ له اوږدې او خپې مودې وروسته بالاخره د ملي لوبډلې لپاره نوی مشر روزونکی وټاکه.

کرېکټ بورډ چې د بنګلدیش پر وړاندې ټیسټ سیالۍ او په درې اړخیزه سیریز کې ګډون یې د غوراوي کمیټې غړي انډ مولز تر روزنمشرۍ لاندې ترسره کړ اوس نوی مشر روزونکی وټاکه.

د سویلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلې تکړه آلروانډر لوبغاړی «لینس کلوزنر» د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په حیث په دنده وګمارل شو.

۴۸ کلن کلوزنر د سویلي افریقا لوبډلې په ګټه په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې په ۴۱ اوسط سره «۳۵۷۶» منډې جوړې کړي او ۱۹۲ ویکټې یې اخیستې دي، هغه د خپل وخت یو له نوموتو آلراونډرانو څخه شمېرل کېده.

نوموړي د بېلا بېلو غوره لیګونو، کورني لیګونو، ملي اکادیمیو او د ملي لوبډلې شل اوریزو د توپ اچونې او توپوهونې روزونکي په حیث دندې ترسره کړي دي.

لینس کلوزنر د یادې دندې په اړه خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده «هیله لرم څو افغان لوبډله د پياوړتیا او پرمختګ پر لور بوځم او په یو غوره کتګرۍ کې به ځای خپل کړو».

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې فیلیپ سیمنز د افغان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په حیث دنده ترسره کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x