
له ټینګو امنیتي تدابیرو سره، سره په ټاکنو کې د خلګو ګډون کمرنګه دی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ تله، ۱۳۹۸ل): نن ورځ د کابل په وخت سهار «۷» بجې د رایې ورکونې بهیر په رسمي ډول پیل شو. دا ځل ولسمشریزو ټاکنو ته څه باندې ۹ میلیونه کسانو نوملیکنه کړې او ۱۹ نوماندان هڅه کوي هر یو د افغانستان د راتلونکي ولسمشر دندې ته اوږه ورکړي.
په کابل کې د رایې اچونې د بهیر له پیل سره سم د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» او اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» رايې وکارولې، دوی دواړو د ټاکنو د بهیر په شفافیت ټینګار وکړ او درغلي يې یو ډول جرم وباله.
که څه هم د ټاکنو د امنیت لپاره ۷۰ زره امنیتي سرتېري استخدام شوي؛ خو له دې سره، سره په ټاکنو کې د خلګو ګډون پیکه دی.
د شنونکو په باور، نا امني، په ټاکنو کې فساد او د ټاکنو د رونټيا په برخه کې د خلګو اندېښنې هغه څه دي، چې په ټاکنو کې یې خلګ له ګډون بېزاره کړي.
ولس ته ژوند مهم ده نه ټاکنی نو خلک مجبور دی چی ځان مصون کړی نو کچیری طالبانو د مرګ ګواښ ورته نه وای کړی احتمال کیدای شو چی ۹ میلیونه زیات کسان په ټاکنو غنی ته رایی ورکړی ځکه ولس پوهیږی چی اوسنی کاندیدانو کی د پاکستان سرسخت او دوی ځواب ویوونکی کس او ولسمشر اشرف غنی کیدای او بس ځکه عبدالله ونشو توانیدلی د کرزی په دوره کی د پاکستان اقتصادی انحصار څخه ولس خلاص کړی او آن د کرزی په دوره کی رحمت الله نبیل داسی کار ونکړ چی ولس ته وښایی چی پاکستان زموږ اصلی دښمن… نور لوستل »