افغانستان

د ټاکنو پر مهال د کابل ښار سربېره په ګڼو سيمو کې چاودنې او بریدونه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ تله، ۱۳۹۸ل): نن په هېواد کې ولسمشريزې ټاکنې په داسې حال کې روانې دي، چې حکومت خلکو ته د ټينګو امنيتي تدابیرو ډاډ ورکړی، خو د کابل ښار په شمول د هېواد په ګڼو سيمو کې پر ټاکنيزو مرکزونو بریدونه او چاودنې شوي دي.

طالبانو په د کابل ښار ۱۲ حوزې ارزان قيمت کې د رايې اچونې پر سايټ چاودنه کړې او د ټاکنو کارکوونکو سيمه پرېښې ده.

نن ټکی اسيا ته رارسېدلي راپورونه وايي، طالبانو په میدان وردګ، لوګر، غزني، پکتيا، پکتيکا، خوست او ډېری ولايتونو کې لويې لارې د خلکو پر مخ تړلي او په کومو ځايونو کې چې ټاکنې روانې دي، هلته تر اوسه د لسګونو چاودنو راپورونه ترلاسه شوي دي.

د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ امام سيمه کې، همدارنګه په قره باغ، څرخي پله، ارزان قيمت او يو شمېر نورو سيمو کې د ټاکنو پر مرکزونو بریدونه او چاودنې شوي او طالبانو يې مسؤولیت منلی دی.

د ميدان وردګو او کابل او همدارنګه د ميدان وردګو او کندهار لويې لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوي او ټاکنيزه پروسه له خنډ سره مخ ده.

طلوع نيوز وايي، د ميدان ښار شاوخوا سيمو کې هېڅوک ټاکنيزو مرکزونو ته د رايې اچونې لپاره نه راځي.

د کابل ده سبز ولسوالۍ کې پر ټاکنيز مرکز برید کې دوه عسکر وژل شوي دي.

 

د حبیبه په نوم يوه مېرمن کابل ښار کې يوه ټاکنيز مرکز کې د رايې اچوونکو راتلو ته په تمه ده

همدارنګه د لوګر په مرکز حصارک کلي کې د ټاکنو پر مرکز برید پنځه پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

طالبانو نن په لوګر ولايت داسې تازه ويډيوګانې هم خپرې کړي، چې خلک له ټاکنو سره خپل پرېکون اعلانوي او دا پروسه جعلي بولي.

د پکتيا ولايت ټولو لويې لارې د طالبانو له لوري تړل شوي، په پټان ولسوالۍ چاودنې د پوليسو او عسکرو سربېره د ټاکنو ۱۳ کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

همدارنګه د زرمت ولسوالۍ ټولې لارې هم تړل شوي دي.

د خوست په عليشيرو ولسوالۍ کې د ټاکنو پر درې مرکزونو د بریدونو راپورونه ترلاسه شوي دي.

د پروان ولايت ډېری لويې لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوي، طالبان خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه ورکوي، د همدې ولايت په شينوارو، سياګرد، غوربند او نورو ولسواليو کې د طالبانو بریدونو او چاودنو ټاکنيزه پروسه پيکه کړې ده.

په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې هم پر ټاکنيزو مرکزونو بریدونه شوي او خلک په خلاص زړه په ټاکنو کې ګډون نه کوي.

د پوهنتون استاد عبدالله کامه وال وايي، په کامې ولسوالۍ کې د رايې اچونې بهیر د نشت او زياته کړې يې ده، چې کمپاينران به دا اخيستل شوې پيسې څنګه ضموي.

https://web.facebook.com/abdullah.kamawal/posts/2570225703036366

د خوږياڼو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي احسان الله نن ټکی اسيا ته وويل، طالبانو د شېرازدو، حصارک، پچير اګام او شېرزادو ولسوالۍ ټولې لارې تړلي او د ټاکنو پروسه په کې د نشته برابر ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

تاسی چی د سایت له لاری چی کومی سیمی ښودل شوی ټولی پښتنی سیمی دی چی پدی سره مو وښودله چی تاسی انګریزانو آرمان ته چی د پنجاب له لوری مخی ته وړل کیږی، د بریا زیری ورکړ یعنی انګریزان د پښتنو ځپلو لپاره له هری ډلی کار اخلی که هغه داعش وی یا طالب یا مخکینی سیاف، کلبدین، خالص، حقانی چی دا دی پنجاب خدای خدمت ګار کسان دی یعنی د پرویز مشرف خبره چی موږ هر هغی ډلی همکاری کوو چی افغانستان کی جنګ کوی او د پاکستان د منافعو دفاع کوی، چی پښتنو وژل یا ترور د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x