
عمران خان: امریکا په جګړه او چین د هیواد په پرمختګ لګښت کوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ تله، ۱۳۹۸ل): د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» وایي، د امریکا متحده ایالات د افغانستان په بې ګټې جګړه بې ځایه لګښت کوي؛ خو چین بیا د خپلې بودیجې پیسې د هیواد په پرمختګ لګوي.
خان چې له امریکايي تلویزون «فاکس» سره یې خبرې کولې، وویل « که چېرې زه د امریکا اوسېدونکی وای، ضرور به مې له خپل حکومت پوښتلي وای، چې ولې یې ۱.۵ تریلیونه ډالر د افغانستان په جګړه لګولي؟».
خان زیاته کړه « که چېرې چین ته وګورو هغوی پیسې په خپل پرمختګ لګوي او د امریکا حالت بیا داسې دی، چې د نیویارک ښار سړکونه یې هم لوړې، ژورې لري او په دې حالت کې لا هم ځیني کسان وایي، چې باید په افغانستان کې خپل نظامي حضور وساتو».
عمران خان چې د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د ګډون په موخه امریکا ته تللی، هلته یې ددې هیواد له ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» سره لیدلي او له نوموړي یې غوښتي، چې په افغانستان کې دې د جګړې د پای ته رسولو په موخه له طالبانو سره درولي مذاکرات بیا پیل کړي.
نوموړي د امریکا د بهرنیو اړیکو د کمېټې په یوه ناسته کې ویلي وو « متحده ایالات که په افغانستان کې نوولس کاله نور هم وجنګېږي، جګړه ګټلای نشي».
LMAO!! KHAN JUST NAILED IT
If I were an American I would ask (the govt), you've spent $1.5T on this futile war in Afghanistan while China went and developed and you've got bumpy roads in New York City! #ImranKhan #UNGA pic.twitter.com/5k8lyp9dYm
— Arslan Siddiqy (@ArslanSidiqy) September 26, 2019
داسی ښکاری چی د افغان ميړنی مجاهدينو په قربانيو سره پاکستان هم د آزادی په لور ګامونه اخلی ، نور په پسی دی ، په نړی کی نوی بدلون راروان دی .
څنګه چی افغانانو کمونيزم سره وشکاوه امپرياليزم به هم همداسي سره وشلوی ان شاءالله ، هر نړيخور مغرور ګبر ته چی الله تعالی د سزا اراده وکړی افغانستان ته يی وليږی .
کله چی تیر ځل امریکا ته تللی وو هلته یی د امریکا له ولس څخه مننه وکړه چی پاکستان ته خیرات ۱۲۵ میلیون ډالر ورکړل مګر کله چی دا ځل امریکا دهند سره اړیکی ټینګی کړی نو اوس د افغان جګړی او مصارفو په اړه خبری کوی داسی څوک پیدا نشو چی ورته ووای چی همدی جګړی اصلی کمک کوونکی خو تاسی وی چی امریکا ته مو آډی ورکړی او ډالر مو واخیستل آن تردی چی زیاتره ښځی چی مو د ډالرو په مقابل کی امریکا ته وسپارلی. آن تردی چی د هغه وخت افغان دولت (امارت) سیاسی نماینده ملاضعیف… نور لوستل »