جاپاني ساینس پوهان: چټک مزل د انسان عمر اوږدوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ تله، ۱۳۹۸ل): جاپاني پوهان د اوږدو څیړنو له مخې دې پایلې ته رسیدلي چې چټک یا ګړندی مزل کول د انسان عمر اوږدولی شي.

دوی وایي که په متوسط ډول د انسان عمر ۷۰ کاله وي، نو ددوی سره اسانه لاره شتون لري چې خپل عمرونه ۸۰ کالونو ته اوږد کړي.

د جاپان د زړښت ملي مرکز مشر «هیدینوري آرای» ویلي دي، د جاپاني ښځو او نارینه و بدني حالت چې عمرونه یې له ۶۰ کالو تېر دي کال په کال وده کوي او غوره کیږي، کوم چې زړښت شاته کوي او د بوډاتوب مرحله په ښځو او نارینه و کې مساوي کوي.

جاپاني ساینس پوهانو په دې هکله څیړنې ترسره کړي، د هغه کسانو چې عمرونه یې د ۷۰ کلنۍ شاوخوا دي او د ژوند په اوږدو کې یې ګړندی مزل عادت ګرځولی – تجربې کړي، دوی دې پایلې ته رسیدلي، چې چټک تګ یعنې په ثانیه کې ۱.۵ متره مزل کول ۱۰۰سلنه د انسان عمر ۸۰ کالو ته اوږدوي، خو که په ثانیه کې له ۱.۵ متره کم مزل وکړل شي نو په ښځو کې ۳۵سلنه او په سړو کې ۱۵سلنه د عمر زیاتولو امکان وي.

یوه بل جاپاني ساینس پوه ویلي چې جاپانیان هر وخت د ښه فزیکي حالت په لټه کې دي، همدا لامل دی چې آن په ۶۰ کلنۍ کې هم ځوان ښکاري، په نورمال حالت کې چټک مزل کول ددوی د ژوند اوږدولو یو غوره راز دی.

له دې وړاندې ګڼ شمېر څیړنو ثابته کړې چې ګړندی تګ کول انسان د یو شمېر ناروغیو څخه ژغوري، که چیرې کوم کس بشپړ ورزش نه شي ترسره کولای باید په عمومي ډول دې خپل مزل چټک کړي، په دې سره کولای شي خپل عمر اوږد او بدن ځوان کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د