نړۍ

پنټاګون: تېر کال ۵۴۱ امريکايي پوځيانو ځانوژنه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ تله، ۱۳۹۸ل):د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» په خپل تازه راپور کې ويلي، د خدمت پر مهال په امريکايي پوځيانو کې د ځانوژنې پېښې د پخوا په پرتله څو چنده زياتې شوي دي.

پنټاګون دا رپوټ په داسې حال کې خپور کړی، چې تېره اونۍ د بحري ځواک درې عسکرو ځانوژنه کړې وه.

د امریکا سمندري ځواک وايي، درې واړه پېښې يو تر بله جلا دي.

رپوټ زياتوي، يوازې تېر ۲۰۱۸ کال کې ۵۴۱ امريکايي عسکرو ځانوژنه کړې او ټولو خپل ځانونه په وسلو وژلي دي.

د رپوټ جوړونکې اليزبیت وان وينکل وايي، « دا حالت خطرناک دی او موږ پر سمه لاره نه يو روان»

تر دې وړاندې هم پنټاګون ويلي و، چې امریکايي عسکرو، په ځانګړې توګه سمندري ځواکونو کې د ځانوژونې پېښې زياتې دي.

په تېره جون مياشت کې امرکايي پروفيسر ډاکټر ډيويډ بينيډک د امریکا طبي مجلې ته ليکل شوي رپوټ کې ويلي و، کوم امريکايي عسکر، چې له خدمت وروسته له ځان سره شخصي وسلې ساتي، د دې امکان شته، چې ځانوژنې پرې وکړي.

په رپوټ کې د هغو ډاکټرانو او ارواه پوهانو له قوله هم معلومات ليکل شوي، چې د دغو عسکرو درمنله کوي.

د رپوټ له مخې ډېری امریکايي عسکر د ذهني اضطراب، ګډوډۍ او نارامۍ له امله ځانوژنې کوي او د دې ذهني ګډوډۍ لامل د جګړو هغه خونړی حالت وي، چې عسکرو په کې وخت تېر کړی وي.

رپوټ زياتوي، په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو کې ۱۳۵ عسکرو ځانوژنې کړې وې، چې ډېری يې په عامو ځايونو او يا هم د تنهايي په حالت کې و.

پنټاګون وايي، د افغانستان او عراق له جګړو وروسته په امريکايي پوځيانو کې د ځانوژنې پېښې زياتې شوي او له ۲۰۱۲ کال راهيسې د جګړو په پرتله د ځانوژنې پېښو کې ډېرو امريکايي عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا د مظلومو افغانانو ازار وهلی ظالمان به نور هم ځانونه مردار کړی ، دا د انتحار لړی به کلونه کلونه نور هم تر څو چی دوی ژوندی وی همداسی روانه وی . د افغان ميړنی مجاهد داسی وار ندی چی ستانه شوی مړژواندی امريکايی عسکر دی بيا د خوښی ورځی ووينی ، په غوږو کی يی اوس هم د الله اکبر ملکوتی ناری ازانګی وهی او په خوب کی لا بيريږی بستری يی لړلی وی . تر يو مليون ډيرو امريکايانو په افغانستان کی وظيفی اجرا کړی چی ډيری يی همداسی په وهم او بيره کی ژوند تيروی .… نور لوستل »

گل محمد نوری

کاش چی پنجاب او انګریزان هم بدی مرض اخته شی او ددی کړیدلی ولس آزار پکی وچلیږی خو یوه خبره باید وکړم چی خدای تعالی وایی چی زه تاسو ته د تاسو د ملا د رګونو نه هم نږدی یم نو چی داسی ده پدی پوه شی چی افغانان آزار به د پاکستان ظلم او انګریزانو د ظلم په وړاندی قبلیږی موږ افغانان باید د خدای له دره نا محروم نشو ځکه خدای تعالی غفور او رحیم ذات دی. کچیری پنجاب نه وایی یعنی په نقشه کی نو هیڅ جابر هیواد نشو کولای په افغانانو زور وچلوی او څه یی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x