افغانستان

پروان: د ټاکنو په سر اختلاف؛ يو کس خپل د تره زوی وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ تله، ۱۳۹۸ل): په داسې حال چې نن په افغانستان کې ولسمشريزې ټاکنې د سختو امنيتي ننګونو سره پيل شوې، په پروان ولايت کې يو تن خپل د تره زوی د ټاکنو په سر په اختلاف وژلی دی.

راپورونه وايي چې د پروان ولايت مرکز چاريکار کې يو تن خپل د تره زوی ځکه وژلی چې د هغه د خوښې نوماند ته يې رايه نه ورکوله.

د پروان ولايت امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالواسع ګلبهاري رسنيو ته ويلي دي چې د پروان مرکز چاريکار اړوند د ده قاضي سيمې دوو اوسېدونکو چې يو يې د اشرف غني او بل يې د عبدالله ملاتړی و، د رايې ورکولو مرکز ته په لاره يې په خپل منځ کې د کانديدانو په سر جګړه کړې ده او يو تن يې وژلی دی.

ګلبهاري وايي چې وژل شوی کس په تومانچه ويشتل شوی او قاتل له سيمې څخه په تېښته بريالی شوی دی او په وينا يې پوليسو يې د نيولو هڅه پيل کړي دي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د ولسمشرۍ د کانديدانو پلويانو د کمپاينونو پرمهال هم له يو بل سره جګړې کړي دي او يو بل ته يې مرګ ژوبله اړولې ده خو دا لومړی ځل دی چې دوه د تره زامن په خپل منځ کې د يو بل د وژلو تر بريده رسېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x