افغانستان

ټیفا: ۸۸ سلنه مرکزونو کې د رایه ورکوونکو د نومونو د نشتون ستونزې موجودې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان په رڼو ټاکنو باندې د څار بنسټ «ټیفا» وایي، په ۳۴ ولایتونو کې د پرانستو مرکزونو له ډلې په ۸۸ سلنه ټاکنیزو مرکزونو کې د رایه ورکوونکو د نومونو نشتون ستونزه موجوده ده.

بي بي سي پښتو د ټیفا په حواله لیکلي، چې په سلو کې د ۸۸ ټاکنیزو مرکزونو یوه زیاته برخه مراجعین ځکه نا امیده ستنېږي، چې د ثبت په کتاب کې یې نوم شتون نه لري.

ټيفا د بېلګې په توګه یاده کړې« په غزني کې د کډوالو روغتیايي مرکز د ۳۸۰ تنو نومونه ثبت کړي؛ خو ۲۵۰۰ کسانو ورته مراجعه کړې او ادعا لري، چې نومونه یې د رایه ورکوونکو په حیث له دې مرکز سره ثبت کړی وو».

یاد بنسټ په پورته ستونزو سربېره ذکر کړې، چې په ډېرو مرکزونو کې ښځينه رایه ورکوونکو د انځور له ثبتولو ډډه کړې او د ټاکنیزو مرکزونو کارکوونکي یې د انځور له اخستلو منع کړي.

د ګډ حکومت د اجرائیه رییس مرستیال «محمد محقق» دا ستونزه مسخره کړې، نوموړي په خپله فسبوک پاڼه باندې د «بسه» یو انځور خپور کړی، چې یو تن یې په زور کشوي، نوموړي ورسره لیکلي « اوس چې د رایه ورکوونکو نومونه نه پیدا کېږي، مجبور دي پسونه رایه ورکړي».

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې نن سهار په سیمه ییز وخت «۷» بجې یې رسما بهیر پیل شو، د تېر په پرتله کمرنګه او پیکه وي، په ټاکنیزو مرکزونو کې کارکوونکي د رایه ورکوونکو په تمه ناست دي؛ خو مراجعین نه لري.

د شنونکو په باور، نا امني، د طالبانو له لوري په ټاکنیزو مرکزونو باندې د بریدونو ګواښ، په ټاکنو کې فساد او د بهرنیانو له لوري د ولسمشر د ټاکل کېدلو شک هغه څه دي چې خلګ یې په ټاکنیز بهیر کې له برخې اخستلو راګرځولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د خرو په لږوالی کی پسونه مه توينوی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x