
طالبان وايي تر اوسه يې په ټاکنيز بهير ۳۱۴ بريدونه کړي دي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ تله، ۱۳۹۸ل): نن په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو ورځ ده او طالبانو تر دې وړاندې په دې ورځ په ټاکنيزو هدفونو د بريدونو خبرداری ورکړی و.
نن له سهار راهيسې طالبانو د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې په ټاکنيزو هدفونو بريدونه کړي دي او د ټاکنو کارمندانو او امنيتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
څو شیبې وړاندې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبر پاڼه کې ويلي دي چې د نن ورځې تر غرمې پورې يې په ټول هيواد کې په ټاکنيز بهير ۳۱۴ لوی او واړه بريدونه کړي دي او ۲۵۲ امنیتي سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه وايي چې دا بريدونه د کابل، کنړ، پکتیا، پروان، میدان وردګو، غزني، لغمان، پکتیکا، خوست، لوګر، بلخ، کاپیسا، جوزجان، بامیان، ننګرهار، بدخشان، کندز، تخار، نورستان، هلمند، هرات، نیمروز، کندهار، فراه، بادغیس، فاریاب، دایکندي او زابل ولايتونو کې په ټاکنيزو هدفونو او امنيتي ځواکونو شوي دي.
همدا راز نوموړی زياتوي چې په ننيو بريدونو کې يې د تخار ولايت خواجه غار او بهارک ولسوالۍ، په بغلان ولايت کې د امنیتي ځواکونو يو بيس او په کندز کې پنځه امنيتي پوستې نيولي دي.
هغه وايي چې د نن ورځې په بريدونو کې ۱۵۹ تنه عسکر، اربکيان او پوليس وژل شوي او ۹۳ نور ټپيان دي.
ذبيح الله مجاهد وايي چې د ټاکنو بهير ګډوډ شوی دی او يواځې په څو ښاري سيمو کې د دولت مامورينو برخه اخيستې ده.
د مجاهد په وينا د کابل اداره هڅه کوي چې د ټاکنو روان بهير بريالی وښيي خو په وينا يې چې خلکو له دې امريکايي ډرامې څخه پريکون اعلان کړی دی.
د يادونې وړ ده چې طالبانو څو ورځې وړاندې وويل چې ټاکنې امريکايي پروسه ده او له خلکو يې وغوښتل چې په دې بهير کې ګډون ونه کړي.
که څه هم له ځينې ښاري سيمو څخه هم خلکو د ټاکنو بهير او رايه ورکونکو شمير په خواله رسنيو کې کم ښودلی خو په خواله رسنیو کې د خپاره شوي ويډيويي انځورونه ښيي چې په اطرافي او د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې بيا ولسي وګړو له دې بهير څخه پريکون اعلان کړی او په دې بهير کې يې ګډون نه دی کړی.