دیني، سیرت او تاریخ

ظالمان به پر ظالمانو مسلط وي

احمد

الله تعالی فرمایي:
كَذَلِكَ نُوَلِّي بَعْضَ الظَّالِمِينَ بَعْضًا بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ. (سورة الانعام: ۱۲۹)
ژباړه: او همداسي موږ ځیني ظالمان پر ځینو نورو باندي مسلط کوو، په سبب د هغو اعمالو چي دوی به کول.

حضرت عبدالله ابن مسعود ؓ فرمايي: من أعان ظالما سلطه الله عليه. (تفسیر ابن کثیر)
چا چي د ظالم مرسته وکړه الله به هغه ورباندي مسلط کړي.

د ایت شریف معنی دا ده چي لکه څنګه چي مو دغه تاوانیان انسانان د ګمراه شیطانانو ملګري کړل همدغسي د ظالمانو سره کوو، ځیني ظالمان پر ځینو نورو مسلط کوو، ځیني ظالمان په ځینو نورو هلاکوو، د ځینو څخه په ځینو نورو ظالمانو انتقام اخلو، ځکه همدا د دوی د سرکښۍ او ظلم سزا ده.
(تفسیر ابن کثیر)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x