افغانستان

پدرام: که د رایې ورکونې بهیر ستونزې حل نشي؛ پایله نه منو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ تله، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې په ټاکنیزو مرکزونو کې د درغلیو، د رایه ورکوونکو د نومونو د نشتون او ورته نورو ستونزو راپورونه ورکړل شول، د ولسمشریزو ټاکنو یو تن نوماند «لطیف پدرام» وايي، که د ټاکنیز بهیر ستونزې حل نه شي، پایلې یې د منلو وړ نه دي.

پدرام نن په یوه ټاکنیز مرکز کې د خپلې رایې تر کارولو وروسته وویل « په ټاکنیزو مرکزونو کې د مدیریت په برخه کې لسګونه ستونزې موجودې دي، چې که حل نه شي، ټاکنیزه پروسه زیمنه او تر سوال لاندې راوستلای شي».

نوموړي زیاته کړه « په ډېرو مرکزونو کې د رایه ورکوونکو نومونه شتون نه لري او په ځينو محلونو کې بیا بایومټریک الات یا کار نه کوي او یا هم ورسره اشنايي نه لري، که ستونزه همداسې پاتې شي، د ټاکنو پایله اغېزمنولای شي، چې بیا به موږ ته د منلو وړ نه وي».

د پدرام په قول په ټاکنیزو مرکزونو کې یادو ستونزو په دې پروسه کې د خلګو ګډون هم پیکه کړی.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې نن سهار د کابل په وخت ۷ بجې رسما پیل شوې، د تېر په پرتله د خلګو ګډون پکې د نشت په حساب دی، په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو له وېرې ټاکنیز مرکزونه تړل شوي او یا هم د ټاکنیزو مرکزونو دننه ستونزو خلګ له رایې کارولو راګرځولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دا د پدرام مخکی له مخی د ناکامی چغی دي.

جميل

حيران وديته يم چی دا خلګ دومره شوده دی چی د ټاکنو مخکی به دوی دا فکر کاوه چی ګوندی په ټاکنو کی به دا واری درغلی نکيږی ، په نظام کی کوم توپير راغلی ؟ مالکان او غلامان نور شول ؟ څه پيښه شول چی دا واری بايد درغلی ونشی ، همغه آش او همغه کاسه ، همغه ظالم او وحشی مالکان او همغه بيهمته او مړسترګی غلامان .
پدرام بايد د خپل باس امرونه او پریکړی ومنی کنه خپل مالک ته به په خيانت او نمک حرامی محکوم شی .

گل محمد نوری

پدرام، عبدالله ، حکمتیار د پاکستان او مریکا په غوښتنه دا ډول چیغی وهی ترڅو ولس په وړاندی د خپلی غلامی څیره نوره هم روښانه کړی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x