افغانستان

طالبانو د جوزجان درزاب ولسوالۍ نيولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ تله، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي چې نن له غرمې وروسته يې د جوزجان ولايت درزاب ولسوالۍ نيولې او د لوړ پوړو دولتي چارواکو په ګډون يې ۱۷ امنيتي سرتيري وژلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د درزاب ولسوالۍ مرکز، امنيه قوماندانۍ او د ولسوالۍ اړوند ټولې پوستې يې نيولي دي.

هغه وايي چې د نن ورځې په بريدونو کې يې د قومندان رحمت الله، د استخباراتو مدير عبدالاحد او نظامي افسر سيد مقدس په ګډون يې ۱۷ عسکر او پولیس وژلي دي.

مجاهد زياتوي چې په ولسوالۍ بريدونو کې يې قومندان نعيم او اسماعيل توپچي په ګډون ګڼ شمير عسکر ټپيان کړي هم دي او له شلو ډېر عسکر ورته تسليم شوي دي.

هغه وايي چې د ولسوالۍ له نيولو سره يې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات هم نيولي دي.

طالبان په داسې حال کې د جوزجان درزاب ولسوالۍ نيسي چې تيره شپه او نن سهار يې د تخار ولايت بهارک او خواجه غار ولسوالۍ هم نيولي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې ورستيو کې د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې په دولتي اهدافو د طالبانو بريدونه زيات شوي چې له امله يې ګڼ شمير پوستې او سيمې سقوط شوي او ګڼو دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه د جوزجان ولايتي چارواکو د درزاب ولسوالۍ د سقوط په تړاو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

الحمدلله ښه د فتحو موسم دی ، په تخار کی هم د خواجه غار او بهارک ولسوالی فتح شوی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x