نړۍ

پاکستاني طالبانو دپيښور په چاودنو کې لاس درلودل رد کړه

injured_boy_peshawer_blast_2011-6-11نن ټکی آسیا: پاکستاني طالبانو د تیري شپې په دوو پر لپسې چاودنو کې لاس درلودل رد کړه.

د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان د اسوشیتد پریس سره په خبرو کي ویلي چي تیره شپه مونږ په پيښور کې هیڅ رنګه چاودني نه دي کړي، او دا بهرني استخباراتي کړیو یو کوشش دی چي مونږ په دغه چاودنو بدنام کړي.

هغه زیاته کړې، مونږ هیڅ کله هم بې ګناه خلک نه په نښه کوو، زمونږ اهداف ډیر معلوم کسان دي،

مونږ پر امنیتي ځواکونو، حکومت، او پر هغه خلکو بریدونه کوو، چي د حکومت سره لاس لري.

د یادوني وړ ده چي تیره شپه په دوه پر لپسې چاودنو کې نيژدې ۳۹ کسه ووژل شول، ۱۰۸ تنه نور ټپيان شوې وه.

چي د ځینو ټپي شوو کسانو روغتیايي حالت د اندیښني وړ ښودل سوی دی، او کیدای سي د مړو شمیر تر دې هم زیات سي.

دا بریدونه د اسامه بن لادن د مړيني وروسته تر ټولو خونړی برید شمیرل کیږي، په کوم کي چي زیات شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د پيښي د ځایه څخه عیني شاهدانو او ژورنالیستانو خبر ورکړی وو، چي لومړي د پيښور ښار د خیبر مارکیټ په سیمه کې وړه چاودنه وشوله، او کله چي د هغي چاودني د کتلو لپاره خلګ راټول سوله، دوهمه چاودنه وشوله، امنیتي چارواکو په خپل لومړي رپورټ کي وايی چي دوهمه چاودنه د یو سرښندونکي بریدګر له خوا شوې، چي سر او د بدن ځنیي نور غړي يې هم موندل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x