افغانستان

طالبانو په ټاکنو کې د نه ګډون له امله له خلګو مننه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ تله، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، له افغانانو مننه کوي، چې د ټاکنو تر نامه لاندې یې «جعلي پروسه» تحریم او ناکامه کړه اوپه دې توګه یې له «مجاهدینو» سره خپل پیوستون ثابت کړ.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د کابل حکومت د ټاکنو تر نامه لاندې د یوې «جعلي پروسې» له لارې غوښتل ځان ته مشروعیت ورکړي؛ خو افغانانو په یاده پروسه کې ګډون ونکړ او پروسه یې ناکامه کړه، چې له امله یې طالبان منندوی دي.

اعلامیه وړاندې لیکي، چې افغانانو په دې کار سره د اشغال مخالفت او له مجاهدینو سره پیوستون ثابت کړی.

دطالبانو په قول، د افغانانو له لوري د ټاکنو تحریم کول ښيي، چې افغانان په خپل هیواد کې د اشغال خاتمه او د یوه قوي اسلامي نظام رامنځته کول غواړي او دا ګام یې بهرنیانو ته پیغام لري، چې د هغوی هڅې او لګښتونه بېځایه دي « نو ځکه ښايي زموږ په هیواد کې له مداخلې ځان وساتي».

طالبانو په پای کې په خپلو جنګیالیو غږ کړی، چې د ولس قدر دې وکړي او د هغوی دا احسان دې ومني، چې نن یې د ټاکنو په نوم «دسیسه» ناکامه کړه.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې نن سهار پیل شوې، له تقلب او ګڼو نورو ستونزو سره مل وې او د خلګو ګډون د پخوا په پرتله پکې د نشت په حساب وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

افغانان مسلمانان دی او ښه کلک مسلمانان دی ، افغانان غيرتی دی او ښه ټينګ غيرتی دی . د همدی ټاکنو څخه يی اټکولای شو چی سربيره پر ټوله زر او زور چی اشغالګر يی مصرفوی څومره افغانان يی د ځان کړی ، څومره يی د خپل دين او غيرت څخه ايستلی ، ډييير لږ . طالبان کرام چی زر او زور يی د دښمن په تناسب په نشت کی حساب دی ، مجاهدين يی نه معاش لری او نه هم طياری او ټانکونه ، داچی دوی ايمان او غيرت لری خود به يی افغانان په ورين تندی د اوامرو… نور لوستل »

مدثر

که چیری طالبانو خلکو ته اعلان کړی وای چی ګډون مه کوی او خلکو یی خبره منلی وای بیا نو با اللکل ستا ادعا درسته وه لکن طالبانو خو د ټوپک په زور خلک ایسار کړی وو چی بیا هم خلک ونه ډار شول افغانانو په پوره زړه ورتیا په ټاکنو کی ګډون وکړ، دطالبانو په مخ یی بیا دولسواکی څپیړه وار کړه ، طالب یی بیا شرمنده مخ توری او دپاکستان شومی دسیسی یی له خاورو سره خاوری کړ،

گل محمد نوری

طالبانو د پاکستان (باجوه ) په امر یعنی غیرمستقیم ډول وتوانیدل چی په ولس د توپک په زور خبر ومنی چی نن ورځ ولس ته ژوند اهمیت لری نو کچیری طالبانو د پاکستان حکم نه منلی او ولس یی پریښی وای چی څه کوی نو لیدل شوی به وو چی څومره ولس په ټاکنو کی برخه اخلی مګر داسی ښکاری چی ولس ټاکنی ته احترام لری مګر طالبان د ټوپک په زور خلکو باندی خپل امر منی نو په زور سره دا معنا نه ورکوی چی ولس له دوی سره دی. باید ددی په اړه یو ډول ټولپوښتنه وشی چی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x