افغانستان

پیکه ټاکنې؛ “له لس میلیونو ثبت شویو کسانو یوازې ۱.۵ میلیونه تنو رایه کارولې”

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې نن سهار د کابل په وخت «۷» بجې پیل شوې وې، د ماځیګر «۵» بجې پای ته ورسېدې، د ټاکنو له پای ته رسېدو سره یو ځای د ټاکنو خپلواک کمېسیون ننۍ ټاکنې د پخوا په پرتله منظمې، مثالي او  له ستونزو تشې یادې کړې؛ خو ځمکني حقایق او  هغه څه چې رسنیو موندلي، د ټاکنو د کمېسیون له څرګندونو سره اړخ نه لګوي.

د طلوع نیوز موندنې ښيي، چې په ټاکنو کې د خلګو ګډون د تېر په پرتله زیات کمرنګه وو او  د ۹.۹ میلیونه ثبت شویو کسانو له ډلې چې د رایې اچونې تمه ورته کېده، یوازې ۱.۵ میلیونه کسان یې د رایې تر مرکزونو ورغلي.

د طلوع نیوز خبریال «لطف الله نجفي زاده» وايي « په کابل کې ۲۰ ټاکنیزو محلونو ته ولاړم؛ خو هیڅ داسې صندوق مې ونه موند چې له سل زیاتې رایې پکې وي».

د څارونکو په باور فساد، درغلي، له بایومټریک الاتو سره د ټاکنیزو مرکزونو د کارکوونکو نا اشنايي، د بايومټریک الاتو خرابوالی، د ښځینه کارکوونکو نشتون، نا امني، د طالبانو ګواښ او د ملت له لوري ټاکنو ته د شک په سترګه کتل هغه څه وو، چې ټاکنې يې تر بل هر وخت کم رنګه کړې وې.

بل لور ته طالبانو هم اوسنۍ ټاکنې یوه «جعلي پروسه» یاده کړې او له افغانانو یې مننه کړې، چې له دوی سره یې لاس یو کړ، ټاکنې یې تحریم کړې او په دې توګه یې وښودل چې په افغانستان کې د بهرنیانو هڅې او لګښتونه «بېځایه» دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوالوفاء

تر کومه ځايه چي ماته په کندهار ښار کي په دقيقه توګه څرګنده شوه له يو شمېر توپکيانو او دولتي مامورينو پرته د رايو ورکولو په ځايونو کي نور عام خلک نه ښکارېدل. بې طرفه پوه خلک هم دغه خبره کوي، خو اشرف غني او ځيني معاش خواره يې بيا د دې حقايقو برعکس خبري کوي.
برايي شپه او د ورځي د انفجارونو درانه ږغونه هم اورېده کېدل، چي درنه مرګ ژوبله يې هم درلوده. خو له بده مرغه نن اجيرو رسنيو ګونګه روژه نيولې وه.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x