افغانستان

حکمتیار: ټاکنې له فساد ډکې او شرموونکې وې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي رییس او د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته یو تن نوماند «ګلبدین حکمتیار» وایي، ټاکنې له شرم او فساد ډکې وې او دوو د واک خاوندانو نوماندانو پکې پراخه درغلي وکړه.

حکمتیار چې له طلوع نیوز سره یې خبرې کولې وویل «  ټاکنې شرموونکې او له فساد او درغلیو ډکې وې، دوو د واک لرونکو نوماندانو پکې پراخ فساد او تقلب وکړ، حکومتي وسایل یې وکارول او د ټاکنیزو مراکزو کار کوونکي یې تر خپل څنګ ودرول».

حکمتیار په ټاکنیزو مرکزونو کې استعمالېدونکي بایومټریک الات «غیر معیاري» وبلل او یاده يې کړه « د رایو ورکوونکو ۸۰ سلنه لستونو جدي ستونزې درلودې».

د حکمتیار له قوله، ګڼ شمېر خلګ له رایې ورکولو محروم شوي او د ټاکنو کمېسیون له لوري خپرېدونکې شمېرې د باور وړ نه دي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې تېره ورځ «شنبه» د هیواد په بیلابېلو برخو کې ترسره شوې، له ګڼو ستونزو سره مل وې او د برخه اخستونکو شمېره یې د تېر په پرتله په نشت حساب وه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا تېرې ټاکنې د امن او نظم له پلوه مثالي بولي او ادعا کوي، چې تر دې دمه د هيڅ  ډول جدي ستونزې شکایت ورته ندی رسېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
16 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

شرميدلي او خندونكيً وي زكه د شرميدلو سره په شرميدلي كار ور گډ شوی ولا تحب الدنيا فتكونو من الخاسرين

اجمل

هر هغه څوک چی احساس وکړی چی ټاکنی یی له لاسه وتی بیا لکه عبدالله عبدالله او حکمتیار صیب غوندی خبری کوی. حکمتیار به په څه رایه وګټی بیا د کابل له خلکو څخه. هغه وختونه تیر شول چی د حکمتیار په نوم خلکو ځان واژه. د ملا هارون په امر شمشتو کمپ کی د ښاروالی نه یو څوک په خاطر د دی چی کور کی یی تلویزیون لری کړل شو، خو اوس ګور چی هارون صیب خپل زوی امریکی ته لیګلی او دوه نور یی یو په حکومت کی او بل یی له فرانسویانو سره کار کوي. د حکمتیار… نور لوستل »

جميل

ټاکنی خو دادی د فساد ډکی او شرمونکی وی ، اوس نو پر کړی وعده وفا وکړه ، سنګر ليری ندی . د اعوذ سره چپی خواته پر شيطان الرجيم تف او لعنت وکړه ، د زړه توبه وکړه ګوندی بيرته هدايت شی .

اجمل

یی جمیله: ته په ټوګو هم نه پوهیږی. یوه خبره وه وی یی کړه. سنګر ته کچیری ولاړ هم شی بیا دی تنها ځی نور یی څوک په خوله نکوی. زه ولاکه ورسره نور قدم کیږدم.

Abdul-Rauf Alam

اجمله، د جمیل ورور د لیکنې په ځواب کې
داسي ښکارې چې ته د حکومتیار سړی يې. دا چې دومره بد و رد د مجاهدینو خلاف لیکي،دا خو بوټی دې حکومتې ده.

غ.حضرت

اجمله وروره! ډېر سپین او ګُلالی سړی ئې. نغمې ته دی څه پام سو؟ داسی نه چی سبا واورو نغمه هم د مېړه سره غره ته ختلې ده، حکمتیار که غره ته وخېژی نو شاید دومره سېک ولری چی بیرته را کوز سی خو نغمه به د راکوزېدو په وخت کی کُزه سی.

غوربندي

قوي احتمال وجود لري چې يرغلګر دا “شيفته خود و قدرت ” د ټټوګانو تر منځ ګټلی اعلان او د جګړې د لا مغلق کولو په موخه رامخته کړي.

البته دده او اشغالګرانو ضرب او تقسيم چې څومره ټوپکيان او پاټکيان به په حکمتيار راټول شي غلط ثابت شي.

طیب

او ستا ګډون پہ دا شرمونکی ټاکنو کی نو اعزاز سو ش………………..

مجاهد

ډیر ځله د ارزونو او تتجه ګیری د پاره د ماتی، حال خبری او حوادث راټولولو او یوځای کولو ته اړه لری چه مستقبل پری بیاس کړی. که هغه لیکم ، ځینی می ټولی کماحقه يه یادشرقی یا غربی استعمار دوستی او دشمنی د هغوی په استعماری ګټو پوری تړلی ده. ښه مثالونه د امریکا ګوډاکی رضا شاه او یا د شوروی ګوداګی نجیب وو چه هیواد کی له پناه ورکولو هم ډډه وکړم. ځینی می په یاد کی هم نه راڅی او هغه چه می په یاد دی تبصره اوږدوی دومره به ولیکم چه : ګلبدین لالا په دوهم… نور لوستل »

عبدالله

تاسو د وطن دوستی او اسلام دوستی په نامه وطن خراب او اسلام مو په جهان کی بدنام کر. اسلام وایی د مره انسان بی احترامی مه کوی تاسو ولی د نجیب په خوله کی او پزه کی سیگریت او پیسی ورکری؟؟؟ ایا دا د اسلام هدایات ول؟؟ کاش تاسو توبخ ایستلی وای اوس هم د اسلام د نامه خخه په استفاده خپل گتی لتوی. گلبدین وایی چی که تقلب نه وی زه ۱۰۰ په ۱۰۰ کی منتخب ریس جمهور یم. دیر د شرم خبره ده ته خو د قران مفسر یی یو سلو سو کتابه دی لیکلی دروغ ولی… نور لوستل »

غوربندي

هلکه د نجيب لپاره خو لوټ اعزاز او سګرټ وقار وو،، د همدې لوټونو پخاطر يې د شورويانو مزدوری ته زړه ښه کړی وو،، د هغه په تعزيري! ځړولو له کمونستانو پرته د ټولو افغانانو زړونه يخ شول،، که خدای کول امريکايي ګوډاګيان به تعزيرا !! سرچپه راځوړنديژي او په خولو او پزو کې به يې د اعزاز لپاره شنه ډالر ايښودل کيژي.

مؤمن

دې غوربندي صیب ته نه پوهیږم حکمتیار څه ورکړي؟ چې په هر څه کې ېې مخالفت کوي. که حکمتیار ګټونکی شي دا ډيره تمه شته چې د طالبانو سره سوله ګړندۍ شي او یو واقعي اسلامي حکومت چې ډيره برخه به په کې د طالبانو وي منځته راشي.
هیله کوم خپلې شخصي عقدې د امارت په پوښ کې مه نغاړۍ او عمومي اذهان مه خرابوئ

غوربندي

مومن صاحب،، سلامونه زه د حکمتیار صاحب سره هیڅ شخصي عقده نلرم خو د صلاح الدین حکمتیار په حد کې یې د متناقضو او خودخواهانه مواقفو کلک مخالف یم ((پرون یې ویل چې دا ټاکنې شرموونکې وې نن وایي زه ګټندوی یم (د شرم)). دا ستاسو خوشباوری ده چې د اشغال لاندي ټاکنې او د هغو په منځ کې ګټونکی حکمتیار صاحب به سولې او اسلامي نظام ته لاره هواره کړي،، ایا فکر کوی چې تر کرزي او اشرف غني به ډېر واک ولري؟؟ ایا حکمتیار صاحب به امریکایانو ته د وتلو ووایي؟؟؟ پرون یې ویل چې امریکایان دې ووزي… نور لوستل »

منصور

غوربندی صیب له تاسو صرف یوه پوشتنه کوم چی آیا کابل ته د حکمتیار په راتگ سره د هغه په دریز کی بدلون راغلی؟ هغه چی د کابل په منز کی په زغرده د امریکایی اشغالگرو د قتل مسئولیت اخلی او پری ویار کوی په دی معنی دی چی سومره د اشغالگرو خلاف دی. ما خو تر اوسه د هغه په دریز کی کوم بدلون یا له کابل او امریکا دار نه دی حس کری. له طلوع سره په مرکه کی یی ویل زما او طالبانو په دریز کی صرف همدا فرق دی چی زه په واقعی انتخاباتو باور لرم.… نور لوستل »

مجاهد

مومن صاحب! غوربندی صاحب اوس هم د حقایقو سلنه برخه هم نه ده لیکلی، د جنګ سرد د غلامی تړون له لاسلیکولو د مخه حزب او حکمتیار د غلامی د هغه تړون تر لاسلیک کولو وروسته ګلبدین نور هغه حکمتیار نه دی. د ګلبدین یوی برخی ( د ارغندیوال په مشری ) ته د ربانی او سیاف په شان ورته د کابل په غلامه اداره کی سهم ورکړی شو د اقتصاد وزیر وو او د ګلبدین بله برخه یی په شکاره د اشغالګرو په ضد شعارونه مګر جګړه یی د طالبانو د ځپلو د پاره کوله تر دی چه ټول… نور لوستل »

جميل سمون

سمون: داسي معلږي چي د طالبانو په ليكو كي د ايران او روسيې جاسوسان لا اوس هم د حزب اسلامي په ضد تبليغاتو كي ښه فعال دي، له هر فرصت په استفادې سره د حكمتيار په ضد زهرجن تبليغات كوي، له حزب سره د طالبانو هغه تړون هم تر پښو لاندي كوي چي يو د بل خلاف به له منفي تبليغاتو او خصمانه اقداماتو ډډه كوو!! ### او احسان هېروونكي تل همداسي وي، حزب ترې دفاع كوي او دا ړانده او له خباثت ډك ئې د احساناتو په داسي سپېرو ويناوو بدله وركوي!! احمق انسان همداسي وي!!

Back to top button
16
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x