افغانستان

طالبان: د ټاکنو په ورځ مو ۴۲۲ عسکرو او د ټاکنو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د پلازمېنې کابل په شمول د هېواد په ګڼو سيمو کې طالبانو سلګونه لوی او واړه بریدونه کړي، چې له امله يې ټاکنيزه پروسه نورهم کمرنګه او پيکه شوې وه.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، تېره ورځ د ټاکنو پر مرکزونو او د پوليسو پر حوزو ۵۳۱ بریدونو کړي وو، چې له امله ۲۵۸ عسکر او د ټاکنو کارکوونکي وژل شوي او ۱۶۴ نور ټپيان شوي دي.

د پلازمېنې کابل په شمول ميدان وردګ، لوګر، پروان، کاپيسا، باميان، لوګر، پکتيا، پکتيکا، خوست، بلخ، جوزجان، بدخشان، تخار، بغلان، ننګرهار، نورستان، لغمان، کونړ، سرپل، هلمند، کندهار، زابل، نيمروز، فراه، هرات، بادغيس، فارياب او ګڼو نورو ولايتونو کې سلګونه بریدونه او چاودنې شوې وې.

طالبان وايي، د دغو بریدونو پر مهال يې د تخار بهارک، خواجه غار او چاه اب ولسوالۍ او همدارنګه د جوزجان درزاب ولسوالۍ نيولي او په بغلان کې يې د عسکرو يو ستر بېس هم نيولی دی.

ذبيح الله مجاهد زياته کړې، په دغو بریدونو کې د ۳ قومندانانو په ګډون ۲۵۸ عسکر، پولیس، اربکيان او د ټاکنو کميسيون کارکوونکي وژل شوي او ۱۶۴ نور ټپيان وو.

طالبانو په يوه ځانګړې اعلاميه کې له عامو خلکو هم مننه کړې، چې له ټاکنو سره يې پرېکون اعلان کړی دی.

که څه هم، چې حکومت په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون ادعا کوي، خو په ټولنيزو رسنيو په خپرو شوو ويډيوګانو کې ښکاري، چې ډېری مرکزونو کې د ټاکنو کارکوونکي د رايې اچوونکو په تمه ناست دي او ډېر لږ خلک په ټاکنو کې ګډون کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x