نړۍ

د سعودي پاچا ځانګړی ساتونکی جنرال عبدالعزيز الفغم وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۸ل): د سعودي رسنۍ وايي، د پاچا سلمان بن عبدالعزيز ځانګړی ساتونکی جنرال عبدالعزيز الفغم جده ښار کې د شخصي شخړې پر مهال له ټپي کېدو وروسته وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.

جنرال عبدالعزيز الفغم به تل له پاچا سره و، د هغه تر ټولو نږدې او باوري ساتلونکی و.

د سعودي «عکاظ» ورځپاڼې ليکلي، د جنرال عبدالعزيز د وژنې په اړه کره معلومات تر اوسه هم نه دي ترلاسه شوي، خو ويل کيږي، چې نوموړی له يوه پخواني ملګري سره له لفظي شخړې وروسته وژل شوی دی.

د هغه جنازه به نن يکشنبه په مسجد الحرام کې ادا کېږي.

جنرال عبدالعزيز الفغم نږدې دېرش کاله د پخواني پاچا عبدالله بن عبدالعزيز ساتونکی و، خپل لوړې زده کړې يې په پوځي برخه کې ترسره کړې وې، د ملي پوځ لوړپوړی جنرال و، له تېرو څو کلونو راهيسې د شاهي ماڼۍ په ځانګړي ګارډ کې دنده ترسره کړې و او په ۲۰۱۷ کال د پاچا سلمان بن عبدالعزیز له لوري د جنرال رتبه ورکړل شوه.

ويل کيږي، چې جنرال عبدالعزيز الفغم د نړۍ په کچه د غور ساتونکي لقب ګټلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

# را به شو دیته چی په سعودی چی څه وژنی کیږی یا په تیلو بمبار کیږی پدی کی د امریکا او اسرایلو نیغ په نیغه لاس دی، کچیری مسلمان هیواد اتفاد درلودای او کفری هیوادونو سره د یو ملسمان هیواد څملولو لپاره نظامی او ځمکنی مرستی نه وای کړی لکه عمران خان چی ورباندی اعتراف وکړ نو نن په مسلمان په دومره ظلم او زجر کی ژوند نه تیراوو نو هغه شعر رښتیا ده چی وایی: کوهی مه کنه د بل سړی په لار کی – چیری ستا به د کوهی په غاړه لار شی چی ته بل په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x